په کوټه کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا ټول ګونديزه غونډه !
د عوامي نېشنل ګوند له خوا يوه ټول ګونديزه غونډه د کوټې په مطبوعاتي مرکز کې رابلل سوې، چې په کې د ايالت د ټولو مذهبي او ملتپالو ګوندونومشرانو ګډون درلود . د غونډې موخه دا وه، چې څنګه د هدفي وژنو، ځانمرګي بريدونو او د ناامنۍ د پېښو مخه ونيول سي .
د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر اورنګزېب کاسي چې د غونډې مشري يې هم پر غاړه لرله، د غونډې په هکله وويل چې د غونډې د جوړېدو اېجنډا په سيمه کې د امنيت ټينګښت او د سياسي ګوندونو په دې هکله يووالی دی .
د بلوڅ ملتپال نېشنل ګوند مشر ډاکټراسحاق بلوڅ وويل، چې ترڅو پاکستان په خپله تګلاره او پاليسي کې بدلون نه وي راوستی، د سولې راتګ ناشونی برېښي . نوموړي زياته کړه، چې د سيمې امنيت د افغانستان له امنيت سره تړلی دی . ترڅو چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی، په سيمه کې د امنيت ټينګښت امکان نه لري .
د هزاره ډيموکراتيک ګوند مشر عبدالخالق هزاره وويل، چې په ايالت کې د امنيت وضع ورځ په خرابېدو ده . اړونده ادارې او چارواکي د امنيت په راوستلو کې هيڅ پلان نه لري . او غواړي چې دلته بلوڅ، پښتانه او هزاره په خپلو کې سره وجنګوي .
خو د مذهبي ډلې جماعت اسلامي ايالتي مشر متين اخوندزاده بيا وويل چې د ايالت د امنيت په خرابېدوکې بهرنۍ ادارې لاس لري . د ده په وينا بهرنۍ ادارې د پيسو په مټ دلته امنيت خرابوي او د ده په وينا د پاکستان دولت او استخباراتي ادارې اولس ته ناسم مالومات ورکوي .
د يادونې وړ ده، چې ياده غونډه په داسي حال کې کېږي، چې په ايالت کې د بمي چاودنو، هدفي وژنو، سړي تښتونې، ځانمرګي بريدونو او د ناامنۍ پېښي تر بل هر وخت زياتې سوې دي . چې په کې هره ورځ يو شمېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي . د پاکستان حکومت په دغو پېښو کې بهرنۍ ادارې په لاس لرلو تورنوي خو ملتپال بيا د ناامنۍ تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارو او ملېشه ځواکونو لاس بولي .
rafiullah.mandokhail@gmail.com