چغال او زمری
د حیوانانو پاچا (زمری) یو ډېر خراب پاچا وو، چي ښکار به یې کاوه ټول حیوانان به د بیري د لاسه رېږدېدل، یوه ورځ ټولو حیوانانو یو قانون جوړ کړ، چي د دې پر ځای چي زمری خپله ښکار وکړي، موږ به هغه ته یو څوک ورواستوو، د زمري دا قانون خوښ سو او هره اونۍ به یې یو خوارکی بدبخته حیوان وراستول کېدی، دا قانون تر ډېر وخت پوري دوام وکړ ترڅو چي د یوه هوښیار چغال وار راورسېد چي د زمري کور ته ورسي او وخوړل سي، ده په آرامۍ دا خبره ومنله او خپلو ملګرو ته یې وویل:
– ما پرېږدئ چي یوازي ورسم او تاسي به ووینئ چي زه به څنګه تاسي له دې قانون څخه خلاصوم.
هغه ډېر ورو د زمري کور پر خوا روان سو، ناوخته سره غرمه وه جي هغه د زمري کور ته ور ورسېد، زمری هغه ته په تمه ناست وو او وې ویل:
– ته چیري وې؟ ته باید وختي لا دلته وای.
چغال په یوه آرام ږغ ورته وویل:
– لطفاً ما وبخښه پاچا صاحب! دا زما ګناه نه وه، ما تا ته یوه سوۍ راوړه چي ته یې وخورې خو چي راتلم یو بل زمري زما څخه هغه سوی واخیسته، ما ورته وویل چي دا د پاچا صاحب لپاره ده خو هغه راته وویل چي دلته زه پاچا یم، ورسه دا لېونی پاچا ته دي ووایه چي دی دي دا اوس زما له ځنګله څخه وتښتي که نه زه به یې مړ کړم.
زمري چیغي کړلې: رښتیا وایې؟ زه به د هغه سره جوړ سم، ته ما ته ووایه چیري ژوند کوي؟
چغال وویل:
– سمه ده، ته زما سره راځه.
چغال زمری یوې څاه ته بوتلي او هغه ته یې وویل:
– هغه دئ، ته لاندي وګوره په هغه څاه کي دئ.
زمري چي په څاه کي وکتل نو خپل ځان یې په اوبو کي ولید، هغه ته دومره درد ورغلی وو، چي خپل ځان یې په اوبو کي ونه پېژندی، هغه څاه ته وروغورځېد او ډوب سو، تر هغه وخت وروسته د زمري قانون چا ته مشکلات نه دي جوړ کړي.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي د ظلم پای خراب وي.
( د هندوستان له هیواد څخه)