اوکراين: په ادېسه کي ځوانانو مشاعره جوړه کړې وه

د لراوبر اداره | جولای 13th, 2012


د اوکراین جمهوریت د ایسی ښار کی د ادیسی ادبی ټولنی پرون د ۲۰۱۲-۷-۱۲ تاریخ باندی د هلمند پردیس په کور کی یوه شاندره مشاعره ترسره کړه .
د مشاعری په اوله برخه کی ځوانو شاعرانو د شعر له لیکلو او لوستلو سره د لنډی کسی او د نثر په لیکولو هم خبری وکړی ، او دا یی اړینه وګڼله ، چی موږ باید د پښتو ژبی ادبی ژانر په نورو اړخونو کی هم کار وکړو ، تر څو موږ په راتلونکی خپل مسولیتونه ادا کړی وی .
او د مشاعری په دوهمه برخه بیا د ښاغلی هلمند پردیس شعر کرکتنی ته وړاندی شو ، او ښاغلو شاعرانو ورباندی خپل نظرونه واورول، او دوی همدارنګه په دی خبره سره ټنګار وکړ ، چی په هره راتلونکی مشاعره کی باید په خپل وار سره د هر شاعر شعر کرکتنی ته واړندی شی، تر څو له یوه اړخه موږ شاعر خپلو نیمګړتیاو ته متوجی کړی وی او له بله اړخه شاعر ته د نوره ډیر کار او زیار ایستلو موقع برابره کړی وی .
او د مشاعری په اخیری برخه کی ځوانو شاعرانو خپل شعرونه واورول ، او مشاعره یی دی لوی افغانستان ته د سولی او امن په دوعا پای ته ورسوله . .

Copyright Larawbar 2007-2024