په ۲ چاودنو کي ۱۲ ملکي خلک مړه او ژوبل سول
په خاکرېز او بولدک کي د ماين چاودنو ١٢ ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله
نېټه١٣٩٠، ٠٤، ٢٦
کندهار افغانستان-.د کندهار ولايت په خاکرېز او سپين بولدک ولسواليو کي د سړک غاړي بمي چاودنو د ښځو په ګډون شپږ تنه وژلي او شپږ نور زخميان دي.
لومړۍ چاودنه نن سهار د خاکرېز ولسوالۍ د چنار او تنبيل په سيمه کي د ملکي خلکو پر ټرکټور باندي چي کډه پکښي بار وه رامنځ ته سوې او پکښي يوه ښځه وژل سوي او د يوه نارينه ترڅنګ دوې نوري ښځي زخمياني دي.
په دغه پېښه کي وژل سوي او زخميان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چي له يوې سيمي يې بلي هغې ته کډه وړله او پر لاره د مخالفينو لخوا د ځاى پر ځاى سوي ماين ښکار سول.
له دې چاودني سره تقريباً هم مهاله د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د رباط په سيمه کي د ملکي خلکو د سپرلۍ پر ټونس موټر باندي سوې ده چي پکښي پنځه تنه وژل سوي او درې نور زخميان دي.
د بولدک په چاودنه کي يو کوچنى وژل سوى او په زخميانو کي يې يوه ښځه هم شامله ده چي د درملني لپاره د ولسوالۍ دولتي روغتون ته لېږدول سوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د کندهار والي وياند د پېښي پړه پر طالبانو ور واچوله خو طالبانو تر اوسه د پېښي مسوليت نه دی منلی .
کندهار ولايت مقام پر پېښه سخت خواشينۍ دى، شهيدانو ته د جنت او زخميانو ته د عاجي شفا غوښتنه کړېده .