دبامیان – کابل پرلویه لار درې انجینران ووژل سول

جان محمد مهربان | جولای 23rd, 2012


پرون دجون پر ۲۳مه دیوې خصوصي کمپنۍ درې انجینران چي یو یې خارجي وو، دسهار پر شپږنیمي بجې هغه مهال دوسله والو کسانو له خوا ووژل سول چي دبامیان-کابل پرلویه لاره یې سفرکاوه. دراپورونو له مخي، وسله والوکسانو دوی له وخته تعقیب کړي وه، کله چي دچهاردهي سیمې ته ورسېدل نو واسله والو برید ورباندي وکړﺉ او درې سره یې له منځه یوړل. دخارجي کارمند وژنه تاید سوې ده خو هویت یې تراوسه نامعلوم دﺉ.

دلروبر دراپورونو له مخي، دې ته ورته پېښه د ۲۰۱۱ کال داګسټ په میاشته کي دکابل-بامیان پرلویه لار رامنځ سوه چي په نتیجه کي یې درې افعان ملي پولیس ووژل سول.

Copyright Larawbar 2007-2024