پولیس باید د نوې جوړې امنیت خوندي وساتي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جولای 23rd, 2012


پېښور :د پېښور سترې محکمې پولېسو ته امر کړې چې د هغې افغانې جوړې امنېت خوندې کړې چې د واده لپاره د افغانستان نه پاکستان ته را تښتېدلي دي.
اتلس کلنه مرېم او د افغانستان د جلال اباد اوسېدونکی هېواد علي چې عمر یې دوېشت کاله دی محکمې ته ووېل، په خپله خوښه یې واده کړی او ژوند ته د خطر له امله پاکستان ته راغلي.تېره اوونۍ مرېم د خېبر پښتونخوا په اېبټ اباد ښار ګوټې کې چارواکو ته ووېل چې د نوموړې بېرته تګ لپاره د خپلوانو ېوه ډله دغې ښار ته راغلې وه خو ورسره لاړه نه ځکه فکر کوي و به یې وژني.مرېم وايي کورنۍ یې دا په زوره خپل اوښي عبدالرحمان ته واده کوله او دا ددې پریکړې سره خوشحاله نه وه. مریم محکمي ته وویل هېواد مې مېړه دی او موږ دواړو په مینه او خپله خوښه د یو بل سره واده کړی.
بل خوا یو تن چې محمد اسحاق نومېږي او ځان د عبدالرحمان کشر ورور بولي سترې محکمې ته ووېل چې مرېم یې ورندار ده او په ۲۰۰۶ کال کې دا هغه ورور عبدالرحمان سره واده کړی.ښاغلي اسحاق دا هم وویل چې مریم د د دو بچو حسنا او ثنا مور ده. د دې کار د تصدیق لپاره اسحاق په اېبټ اباد کې پولېسو ته یوه نکاح نامه هم ښودلې.خو مرېم دا تورونه ردوي او وايې په کورنې کې تر ټولو کشره ده نو ځکه د حسنا او ثنا د پالنې دنده ورته پر غاړې اچول شوې وه.
پاکستانېو رسنیو کې د هېواد او مریم د د واده د راپورونو خپرېدو وروسته د پېښور سترې محکمې په خپله د دې قضیې د څېړلو پرېکړه وکړه.
محکمې د هېواد او مریم د خبرو اوریدو وروسته پولېسو ته د دوی د امنېت خوندې کولو امر وکړ. مشر قاضې دوست محمد خان د دوی پر ضد د سفرې اسناد د نه لرلو قضېه رد کړه او زیاته یې کړه دغه جوړه چې په کوم حالت کې پاکستان ته راغلې نو په دې هېواد کې د سېاسي پناه اخستلو حق لرې.
ستره محکمه به د روانې مېاشتې په ېو دېرشمه بېا دغه مسله اوري.

Copyright Larawbar 2007-2024