۱۳ پولیس او قوماندان یې وتښتېدل
د بی بی سي نړیواله خبري شبکه راپور ورکوی چی په فراه ولایت کی ۱۴ پولیس د خپل قوماندان میرویس په شمول طالبانو ته وتښتېدل . راپور وایی چی دا پیښه په بالا بلوک ولسوالۍ کی رامنځته سوه .
هغوی د ځانو سره ډول ډول درنې او سپکی وسلې هم وړی دي چی په هغه کی مخابرې ، ثقیل ماشیندارونه ، راکټونه ، د پولیسو موټرونه او دوه امریکایی زرهپوشونه هم شامل دي .
په کابل کی یو استخباراتی افسر بلال سروری بی بی سی ته وویل چی دا کار حکومت او استخباراتی شبکې ته یوه غټه ضربه ده . میرویس دوه نیم کاله مخکی پولیسو ته شامل سوی و . میرویس اووه نفره هغه پولیس مسموم کړل چی د ده سره نه تلل .
راپور زیاتوی چی طالبانو ته د پولیسو د ډله ییزه تیښتې پیښی اوس مخ پر زیاتېدو دي چی په هلمند ، کندهار ، هرات ، بادغیس ، غور او فراه کی رامنځته سوي دي او بهرني پوځونه یې اندیښمن کړی دي چی دوی ته روزنه ورکوی .