کويټ: افغانانو د خبريال ويبپاڼي بنديدل وغندل

د لراوبر اداره | جولای 24th, 2012



په كويټ كي ميشتو افغان ليكوالانو او خبريالانو د يوې غونډي په ترڅ كي د بيان ازادۍ څخه ملاتړ وښود او زياته يه كړه چي بايد حكومتونه د بيان ازادۍ نه ملاتړ وكړي! او په حكومتونو يه غږ وكړ يواځنۍ وسيله رسنۍ دي چې ولس او حكومتونو تر مينځ لاره لنډه كړې او يو بل په حالت يه سره خبروي, همدا شان دوي د پاكستان هيواد لخوا د خبريال پښتو خبري ويباڼي بندول په سختو ټكو كي وغانده هغوۍ په افغان حكومت او په سيمه كي يي د بيان د ازادۍ د ملاتړ ادارې نه وغوښتل چي د پاكستان دا ګام دي بايد په جدي ډول و څيړ شي تر څو په سيمه كي دداسي نورو پيښو مخه ونيول شي .



پاكستان حكومت په دې ورستيو كي د خبريال په نامه پښتو خبري ويب پاڼي په خپرولو  په خپل هيواد كي بنديز لګولى , خبريال ويب پاڼه چي په پښتو ژبه خپريږي په سيمه او نړۍ كي زيات شمير لوستونكي لري .


تېره ورځ دغي ويبپاڼي دولسمشر کرزي د وياند ايمل فیضي له خولي خبر ورکړ چي د افغانستان دمخابراتو وزارت د پاکستان مخابراتو وزارت سره پر دې موضوع خبره کوي او د افغانستان د لويو ښارونو په ګډون په پاکستان کي ددې ويبپاڼي پر بنديز خبري کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024