عوامي‌نېشنل ګوند دخبریال ویبپانې دژر خلاصون غوښتنه وکړه

ميرويس افغان | جولای 25th, 2012


په پاکستان کې دپښتانه دحقوقو دملاتړ تر ټولو لوی ګوند (اې – این – پي) له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې په پښتونخوا وطن کې دخبریال ویبپاڼې پر نشراتو لګول شوی بندیز لیري کړي .
عوامي نېشنل ګوند وايي چې پر خبریال باندي لګېدلی بندیز ددې معنا لري چې په پښتونخوا او پاکستان کې مېشتو پښتنو ته دا حق نه ورکول کېږي چې په خپله مورنۍ ژبه له سیمي او نړۍ نه ځانونه خبر کړي .
دعامي نېشنل ګوند له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دوی به هیڅ یوه قوت ته اجازه ورنکړي چې دپښتو په خلاف ګام اوچت کړي .
دعوامي نېشنل ګوند دمرکزي کومېټې غړي او دسیند ایالت مشر شاهي سید هم دعامي نېشنل ګوند دخپاره شوي‌خبر ملاتړ وکړو او ویه ویل چې خبریال یوه آزاده ، خپلواکه او ملي ویبپاڼه ده چې پرې لګول شوی بندیز یې دعوامي نېشنل ګوند لپاره دمنلو وړنه دی .
یوه میاشت وړاندي پاکستاني چارواکو په خپل هیواد کې دخبریال ویبپاڼې پرخپرونو باندي بندیز ولګاوه خو په هغه بندیز یې هم زړونه ساړه نشول او خبریال ویبپاڼه یې په افغانستان کې هم فلټر کړه .
دپاکستان دوو لویو کمپنیو پر افغانستان باندي انټر نیټ پلورلی دی چې یوه یې شخصي کمپنۍ (وتین) او بله یې دپاکستانحکومتي کمپنۍ (PTCL) ده . دپاکستان د (PTCL) حکومتي کمپنۍ افغانستان باندي پلورل شوی انټر نیټ فلټر کوي اویوازي هغو سایټونو او انټر نېتي فعالیتونوته اجازه ورکوي چې دپاکستان دپالیسي سره برابراو یا په بله معنا ددویخوښ وي .
دا خبره وروسته له هغه راڅرګنده شوه چې پاکستاني چارواکو نېژدې یوه میاشت وړاندي‌په خپل هیواد کې پر یوهافغاني خبري ویبپاڼه (khabarial.com) باندي بندیز ولګاوه . دپاکستان له بندیز سره سم په افغانستان کې هم دغهویبپاڼه دهیواد په هغو برخو کې بنده شوه چې انټر نیټ یې له پاکستان څخه اخیستل شوی دی .
افغانستان دانټر نیټ زیاته برخه له ګاونډي پاکستان څخه پېرودلې ده ، خو په عین حال کې له تاجکستان او ایران څخههم دکابل له لوري انټر نیټ اخیستل شوی دی .
پاکستان د (وتین) شخصي شرکت انټر نیټ ظاهرأ نه فلټر کوي البته د (PTCL) حکومتي‌ شبکه په بشپړه توګه فلټرکېږي .
دپاکستان له لوري افغانستان ته راغلی انټر نیټ اکثره په ولایتي دفترونو او وزارتونو کې کارول کېږي . دا دافغانستانسره شوی قرار داد دی چې له پاکستان نه انټرنیټ اخلي .
دانټر نیټ پوهان وايي چې څرنګه یو هيواد د بل هيواد پر انټرنټي اړيکو واک ولري ددې معنا داده چي ددغه هيوادمحرم، استخباراتي او ديپلوماتيکي هغه تماسونه چي د انټرنټ څخه په ګټه اخستنه ترسره کيږي هم خوندي نه دي .
پاکستاني پوځي چارواکو دخبریال ادارې ته وویل چې ځکه یې پر فعالیت په پاکستان کې بندیز لګول شوی دی چې ځینيخبرونه او تبصرې یې دپاکستان دملي ګټو سره په ټکر کې دي

Copyright Larawbar 2007-2024