دکندهار خبريالانو د خبريال ويبپاڼي بندېدل وغندل

ميرويس افغان | جولای 25th, 2012


دکندهار خبريالانو ، دخبريال ويبپاڼي بنديدل درسنيو دنړيوال قانون څخه سرغړونه او دافغان دولت ناکامي وبلل.
دڅو اونیو راهيسي پاکستان په خپل هيواد کي ، دخبريال وييپاڼه ددې له امله بنده کړې ، چي ګواګي نشرات يې ددوئ په زيان دي ،خو ددې وييباني مسولين دا ردوئ او زياتوي ،چي دژورناليزم داصولو مطابق يې رسنيز توکي تر لوستونکو رسولي.
په کندهارکي دطلوع او لمر ټلويزون خبريال بريالي رحيمي (( په خبريال ويبپاڼه کي تل دحقايقو ولاړ او کره خبرونه خپريږي، داچي پاکستان تل دافغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه کړې او دې وي ويبپاڼي يې په دې اړه خبرونه خپاره کړي ، پاکستان يې په بېره کي اچولى او په دې اقدام يې لاس پوري کړى))
داچي په دې لاره کي افغان دولت او درسنيو دملاتړ ادارو ته څه کول په کار دي رحيمي يې په اړه وايي (( درسنيو دملاتړ ادارې او افغان دولت ،چي په دې برخه کي کوم ګډ قوانين لري ، دهغو په رڼا کي بايد دپاکستان دولت څخه غوښتنه وسي،ترڅو په پايله کي يې دخبريال ويبپاڼه خلاصه سي ))
په کندهار کي ديووالي راډيو خبريال صديق الله افغان بيا پرافغان دولت نيوکه کوي،چي ولي يې ددومره لوي ستونزي په وړاندي چوپتيا غوره کړې او په وينا يې دپاکستان دولت ددغه حالت څخه لا ګټي پورته کوي.
(( که رشتيا هم خبريال ويبپاڼي داسي څه خپاره کړي وي،چي په ترڅ کي يې دپاکستان ملي ګټو ته زيان اوښتي وي،نو افغان دولت ته دي وړاندي کړي او کنه دوئ دحقيقي خبرونو په خپرولو هم نيوکه لري ،نو دابيله خبره ده ،خو افغان دولت ته په کار ده ،چي په دې برخه کي دپاکستاني لوري سره خبري وکړي او که داسي بې کفايته پاته سي هغوئ به ورته نور ګامونه هم واخلي ، لکه ،چي مخکي يې اخستي هم دي.))
ديادوني وړده،چي خبريال وېب پاڼه دهيواد او نړۍ په هره برخه کي دمعلوماتو دتبادلې يومرکز دى، دپاکستان له لوري يې تړل کېدل دبيان د ازادۍ له اصولو او درسنيو له قانون سره په ټکر کې اقدام دى.

Copyright Larawbar 2007-2024