پاکستان ورځپاڼې پښتو پاڼه پېل کړه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جولای 27th, 2012


د پېښور نه چاپ کېدونکې پاکستان ورځپاڼې د پښتو ادب د لا پياوړتيا په هيله په خپله لمن کې د پښتنو لوستوالو لپاره د پښتو پاڼه پېل کړه، لومړۍ پاڼه د پنجشنبې په ورځ ٢٦ جولاى چاپ شوې ده چې په کې د پښتون قامي مشر افضل خان لالا، د افغانستان د روانو حالاتو په اړه معلومات، غزلې، د ځوانيمرگې غزاله جاويد په اړه ليکنه او نورې ادبي ليکنې ځاى شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024