هلمند : اته وسله وال نيول سوي

عطاالله محمدي | اگست 5th, 2012


د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په سنګين اولسوالي کي ئې اته وسله وال نيولي.
د يادو مسئولينو په وينا چي ياد کسان ئې تېره شپه شا او خوا دوولس بجې د يولړ پلټونکو عملياتو په ترڅ کي نيولي.
چارواکي وايي چي د يادو کسانو سره ئې چاودېدونکي توکي او يوه سراچه موټر هم نيولى.
په دې اړه تر اوسه والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024