یو امریکایی او یو برتانوی پوځي ووژل سول
د امریکا ( ان . بی . سي ) خبری شبکه د مقتول د پلار له خولې راپور ورکوی چی یو امریکایی مرین پوځي ( چی یو مډال یې هم اخیستی و ) په افغانستان کی ووژل سو ، خو د پیښی دقیق ځای او د وژلو نېټه یې واضح نکړه . باید وویل سی چی د مرین پوځیانو بشپړ اکثریت په هلمند ولایت کی مستقر دي . دا د اګسټ په روانو لسو ورځو کی پنځلسم امریکایی پوځي دی چی له منځه ځی .
بلخوا ، د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی طالبانو نن د هلمند ولایت په نهرسراج کی پر برتانوي پوځیانو حمله وکړه او یو برتانوﺉ عسکر یې ووژﺉ ، خو دا یې و نه ویل چی څنګه . دا ۴۲۴م انګریز دی چی په افغانستان کی له منځه ځی .