داټک په پوځي مرکزبريدشوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 15th, 2012


پېښور:داټک په کامره پوځي مرکز له وسله والو له خوابريدشوې دپاکستان د پوځ وياند رسنيو ته څرگنده کړې ده چې ٦ وسله وال او٢سرتيري وژل شوي دي،له وسله والوسره ٣ساعته نښته شوې ده دغه نښته کښې د څو پوځیانو د ژوبلیدا خبرونه هم ورکړل شوي دي الوتکه ګزمې هم کوي . د پاکستان د پوځ یو ویندويي وايي دغه حمله کوونکې ځانوژونکي ؤ ، ځکه د یوه حمله کونکې مړي یې موندلی چې په ځان پور یې چاودیدونکې توکې تړلی ؤ او بهرنی دی . ددغه خبر له مخې دغو حمله کوونکو د پاکستاني پو ځیانو جامي اغوستي وي او په دوو بجو یې حمله پیل کړي او تر سهاره جنګیدلي دي . داټک په کامره پوخي اده باندي لږ تر لږه (۱۵) برید کوونکي ننوتلي وو . د پاکستان دکورنیو چارو وزارت سرچینو وویل چې داټک په پوځي اډه کې دبرید پر مهال باندي لږ ترلږه (۳۰) پوخي الوتکې ولاړي وې ،چې آمن ځاي ته منتقل کړاي شوي دي په دغه هوايي اډه کې د پاکستان او چین تر میانځ د یوه شریک پروګرام له مخي (۱۷ تندر) الوتکې هم جوړېږي له رسنيو سره په خبرو کې دپاکستان د طالبانوتحریک وياند احسان الله احسان د برید پړه پر غاړه واخیسته.

Copyright Larawbar 2007-2024