هلیکوپتر ولوېد ، دوه نور اسټرالوي پوځیان مړه سول

ډاکټر نثار احمد صمد | اگست 30th, 2012


ناټو اعلان وکړ چی نن دافغانستان په جنوب کی د بهرنیو پوځیانو یو هلیکوپتر سقوط وکړ چی له امله یې دوه خارجی عسکر مړه سول . خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکی چی دا هلیکوپتر په هلمند ولایت کی ولوېد او دوه وژل سوي پوځیان د اسټرالیا د هیواد څخه دي .
واشنګټن پوسټ زیاتوی چی د پرونۍ ورځی هغه افغان عسکر چی درې اسټرالوي پوځیان یې ووژل ، په تیښته بریالی سوی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024