دکنړاوسېدونکي: طالبان دي عام وګړي نه وژني

34 | اپریل 17th, 2008


دکنړ ولايت ګڼو اوسېدونکو په يوه خوله له وسله والو طالبانو وغوښتل چې بېګناه افغانان دي نه وژني . دوى داڅرګندونې وروسته له هغه وکړې چې دهغه ولايت په ماڼو کي ولسوالي کې دوه تنه قصابان وسله والو طالبانو په دې تور ووژل چې پر نړۍ والو ځواکونو يې غوښي خرڅه ولې . دغه قصابان په ډېره بېرحمانه ډول په چړو وهل شوي او سرونه تر ې غوڅ شوي دي . دسيمي اوسېدونکو داعمل اسلام او شرعيت خلاف وباله او ويه ويل چې که طالبان ورته کارونو ته دوام ورکړي ډېر ژربه په ولس کې بدنامه او ولسي ملاتړ به له لاسه ورکړي . دوى دکانداري يو اسلامي کار وباله او زياته يې کړه چې په پيسو باندي پر هرچا دتوکو پلورل په اسلام کې جواز لري .

Copyright Larawbar 2007-2024