امریکایی خاصو ځواکونو د افغان اردو روزنه بنده کړه
فرانس پریس آژانس او واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په خپل تازه راپور کی خبر ورکوی چی د امریکا خاصو ځواکونو د افغان اردو پوځي روزنه تم کړه . د دې تمښت اصلی علت د افغان امنیتی ځواکونو لخوا د روان کال په اتو میاشتو کی د ۴۵ امریکایی پوځیانو وژل دی .
راپوروایی چی دغه بندښت به اووه ویشت زره نوي افغانی پوځیان د روزنی څخه محروم کړی . راپور زیاتوی چی امریکایی او افغانی قواوو د اردو د شمیر پر چټک زیاتوالي تلوار کاوه نو ځکه یې بعضی معیارونه له پامه غورځولی وو څو چی پایله یې دا سوه چی طالبان خپل کسان ورننباسی او له دننه سخته ضربه ورکړی .
خو مبصرین وایی چی ناټو په عام ډول او امریکایانو په خاص ډول د خپل دښمن ځینو افرادو ته په نافهمۍ او غلطۍ سره روزنه ورکوله او ځانونه یې له دننه د هغوی په حملو سره سخت خوږمن او زیانمن کړل .