د نا امنيو له امله د ميس عينک چينايي کارکوونکي وتلي دي

د لراوبر اداره | سپتمبر 7th, 2012


د لوګر ولايت اوسيدونکي وايي چي په لوګر ولايت کي نا امني مخ پر ډېرېدو ده ، په ولسي جرګه کي د لوګر استازی حاجي محمد اکبر ستانکزی وايي چي دا مهال ددولت وسله وال مخالفين د لوګر په مرکز او ولسواليو کي د نفوذ په حال کي دي ، د نوموړي په ويناپه لوګر کي د نا امنۍ له امله د ميس عينکو د کان ايستونکي چينايي کارکوونکي هم له لوګره وتلي دي  او مخالفين دامريکايانو د پوځي اډې په څلور کيلومټري کي پر عام سړک خلک تلاښي کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024