امريکا غواړي حقاني شبکه تور ليست ته شامله کړي

د لراوبر اداره | سپتمبر 7th, 2012


د امريکې کنګرس غوښتنه کړېده چي په پاکستان کي مېشته د حقاني شبکه دي د تروريستانو ليست ته ور شامله سي ، تردې مخکي دحقاني شبکې يو شمېر مشرانو نومونه د ترهګرۍ نړيوال تور ليست ته شامل سوي وه خو اوس د ولسمشر اوباما اداره د تروريستانو ليست ته د حقاني د ټولي شبکې پر شامليدلو فکر کوي ، په پام کي ده چي ولسمشر اوباما به نن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي دا خبره په رسمي توګه اعلان کړ ي.
پر حقاني شبکه تور دی چي د ډيورنډ کرښي له پوري غاړي څخه په افغانستان کي پر امريکايانو دحملو تر څنګ يې په کابل کي د امريکې پر سفارت بريد او يو شمېر نورو حملو کي لاس درلود .

Copyright Larawbar 2007-2024