یو برتانوﺉ پوځي د زخمونو څخه مړ سو
د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی هغه برتانوﺉ پوځي چی درې هفتې مخکی د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کی د طالبانو د حملې له امله زخمي سوی او بیا انګلستان ته د علاج لپاره لیږل سوی و ، پرون د برمنګهم د ملکه الیزابت په روغتون کی د خپلو زخمونو څخه مړ سو .
دا پیښه په داسی حال کی رامنځته سوه چی شهزاده هیری ( د یو پیلوټ په حیث ) د انګلستان څخه د دوهم ځل لپاره هلمند ته راغی تر څو د طالبانو پر ضد هوایی عملیات وکړی .
افغان جنګ تر اوسه د ۴۲۶ برتانوي پوځیانو ژوند اخیستی دی .