هلمند : تر ١٠٠ زيات کسان د ترافيکي زده کړو څخه فارغ سول

عطاالله محمدي | سپتمبر 12th, 2012


ياد شوي ۱۵۶ تنه چې پكې پنځوس تنه پوليس اوپاتې يې عام اوسيدونكي دي د سه شنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام گډون درلود فارغ اوورته د ليسنسونود ويش لړى پيل شوه.
ددې مراسموپرمهال د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وويل چې په روان كال كې يې سلگونوكسانوته چې پوليس هم پكې شامل دي د ترافيكي قوانينوپه برخه كې زده كړې وركړې اوهيله من دى چې ددې لړى په غزولوسره به په دې ولايت كې د ترافيكي پيښواوستونزوكچه راټيټه شي.
نوموړي له ټولوموټرچلوونكووغوښتل چې ټول ترافيكي قوانين په پوره ډول عملي كړي اوپه كورنيويې غږوكړچې تراتلس كاله كم عمره ماشومانوته موټراونوروسايل په لاس ورنه كړي ترڅود ترافيكي پيښومخه په پوره ډول نيول شوې وي.
د يادونې وړده چې په روان كال كې د امنيه قوماندانى د ترافيكومديريت ۷۷۶ تنوموټرچلوونكوته چې پوليس هم پكې شامل دي د ترافيكي قوانينوپه برخه كې زده كړې وركړې اودا لړى لاهم روانه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024