داستاد برهان الدین رباني(مرحوم)دلومړي تلین په مناسبت !

د لراوبر اداره | سپتمبر 17th, 2012


دهرهیواداوملت علمي اوسیاسي متنفذ اشخاص دهماغه هیواد اوملت لپاره دافتخار وړشخصیتونه دي چې دهیواد دمختلفو وګړیو ترمنځ دوحدت اویوالی دسمبول په توګه پیژندل کیږي .

استاد برهان الدین رباني (رحمه الله تعالى )زمونږدهیواد یوله همدغو مشهورو جهادي قيادي شخصیتونو څخه ؤچې د خپل عمرزیاته برخه يي داسلام اومسلمانانوپه خدمت کی تیره کړه،اوپه دي لاره کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي .

له متعالاوبښونکي خدای څخه نوموړيته دزیات اجرمغفرت او فردوس جنت غوښتونکی يو.

داچې له بده مرغه د تیروڅه باندی دریولسیزو راهیسې په افغانستان کې په ناحقه توګه دافغانانو وینې بهیږې اوافغانان داجنبي دسیسو له مخې یودبل په خلاف استعمالیږي داهرڅه خپله دافغانانو دداخلې او خپل منځي اختلافاتو له امله دی چې اجنبي دښمن په هروخت اوزمان کې ترې ناوړه استفاده کړې ده.

اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې افغانان باید نور له تیرو ترخو تجربو څخه په عبرت اودرس اخیستلوسره ترهرڅه لومړی په خپل منځ کې دتفاهم دفضاء په ایجادولوسره خپلو اشتباهاتو ته متوجه اوله دې لارې څخه دیوبل منلو اویوبل بخښلو دسیاست پربنسټ په افغانستان کې د ملي وحدت لپاره کاروکړي .

اوس چې زمونږهیواد دبهرنیوپوځي ځواکونوترتجاوز لاندې قرارلری او افغانانويي په خلاف جهادی مقاومت ګرم ساتلی دی چې په ترڅ کې یې اوس هغوئ دخپلوقواووایستلو تهاړیستلي لکهچې تردوئ له مخه دپخواني شوروي اتحاد ځواکونه دافغانانو دبرحق مقاومت له برکتهبیرته ایستلوته اړیستل شول.

داچې اوس دافغانانو د مقاومت له امله بهرني ځواکونه له افغانستانه دوتلو په حال کې دي ،خوکه دبهرنیانو تروتلو وروسته دافغانانو ترمنځ ملی وحدت اوښه داخلي تفاهم موجودنه وی نو خدای مکړه بیابه مو هیواد دهغې کورنې جګړې شاهد وى کومى چې دشوروی اتحاددعسکری قواووتروتلووروسته زموږوطن په کنډواله رابدل کړی ،اوزمونږ پرهیواد باندې يي خارجي تجاوزته زمینه مساعده کړه .

لهذا نورباید ټول افغانان که هغه جهادي ګوندونه دی ،اوکه نورسیاسي حزبونه اوتشکیلات دی باید په خپل منځ کې یودبل په خلاف دخشونت اوتاوتریخوالې په ځای دوحدت اوتفاهم په سياست ټینګار وکړي اوخپلې ستونزې د تصادم په ځای د تفاهم دلارې حل کړي.

دامهال پکارده چه موږټول افغانان دخپلوشخصی اوتنظمی ګټوپرځای وملی منافعوته وفادارشو. چه داخپل ځوریدلی اوکړیدلی ولس نورددغه وران ویجاړحالت څخه راوباسو،اوزموږولس هم دنړی دنورو ولسونو په ډول دارامۍ خوشحالۍ سوکالۍ او ورورولۍ سا واخلی،مونږ بایدپخپل ټول توان اوطاقت سره هلي ځلي اوډیرکوښښونه جاری وساتو،چې په دي سره نورپه خپل هیوادکې دوینې تویونې خونړی بهیرودروو .اوخپل وطن دخرابۍ پرځاي دابادۍ په لور روان کړو. موږ په داسې حال کې چې اړونده ښکیلې خواوي پخپلو جارحانه دریځونو بیا کتني ته رابولو، له ټولوملي جهتونوغوښته کوو چې دملي وحدت د تحکیم دیوه پراخ بین الافغاني ډیالوګ دپیل او په پایله کې یې دهیواد ستونزې ته دیوه سالم حل د راوستلوپه لاره کې لاسونه سره ورکړي اویوځل بیا په خپل بې ساري وحدت اویووالې سره خپل ګران وطن دامن کورجوړکړی .اوخپل قدرمن ولس ددغه بربادۍ څخه وژغوری اودترقۍ په لوريې روان کړي .

والسلام

ملا اغاجان (معتصم) داسلامي امارت دسیاسي شورا پخوانی مسؤل

Copyright Larawbar 2007-2024