د ترکيې پوځونه يو کال نور په افغانستان کي پاته کيږي

د لراوبر اداره | سپتمبر 21st, 2012


د رويټرز د خبر په حواله د ترکيې پوځونه لږ تر لږه د يوه بل کال د پاره د ۲۰۱۲ تر نوامبر پوري په افغانستان کي د ناټو پوځونو تر څنګ خپل پوځي شتون ته دوام ورکړي .
د ناټو تر ماموريت لاندي د ترکيې هيواد په ۲۰۰۹ د نوامبر د لومړۍ نېټې څخه په کابل کي د سوله ساتو ځواکونو قومنده پر غاړه واخيسته ، اوس به د دغه مسوليت موده د يوه بل کال د پاره اوږده سي .
ناټو په پام کي لري چي د راتلونکي کال تر نيمايي پوري په ټول افغانستان کي د امنيت چاري افغان ځواکونو ته وسپاري او د ۲۰۱۴ تر پای پوري ټول يو سلو دېرش زره پوځيان له افغانستانه وباسي خو فرانسه به خپل پوځونه د سږکال په وروستيو کي تر ټاکلي مودې دوه کاله مخکي خپل هيواد ته ور وغواړي .
د يادوني وړ ده چي ترکيه په افغانستان کي ۱۸۰۰ پوځيان لري چي له دې جملې څخه يې ۲ پوځيان د افغانستان په شمال کي د ټرافيکي حادثې په ترڅ کي ووژل سول او ۱۴ نور يې د تېر مارچ پر ۱۶مه د يوې پوځي څرخکي د لوېدلو په پېښه کي ووژل سول .

Copyright Larawbar 2007-2024