هلمند : تر وخت تېر درمل وسوځول سول

عطاالله محمدي | سپتمبر 25th, 2012


د هلمند ولايت د عامي روغتيا مسئولين وايي چي تر وخت تېر څلور ټنه درمل ئې سوځولي.
د دې چارواکو په وينا چي ياد تر وخت تېر درمل ئې د تېرو درو مياشتو په موده کي د درمل پلورونکو څخه را ټول کړي او اور ئې ورته ورته کړى .
د دې ولايت د عامي روغتيا د رياست يو تن غړى ډاکټر مولاداد وايي چي ياد توکي ئې د درو مياشتو په موده کي را ټول کړي او يو شمېر هغه دوکانونه هم تړلي چي په غېر قانوني ډول ئې تر وخت تېر درمل پلورل.

Copyright Larawbar 2007-2024