فراه: دملي پوليسو سره په نښته کي۲۰ طالبان وژل سويدي
دملاظاهر ترمشری لاندی د وسله وال مخالف ګروپ ۲۰ تنه ووژل شول ، دا خبره نن د فراه ولايت مطبوعاتي دفتر مسول لراوبر ته وکړه . د عبدالرحمن ژوندي په وينا پرون یوه بجه وسله والو مخالفینو دفراه ولایت دجوین ولسوالۍ د چشمه میشک پر امنیتی پوستی باندی یو پراخ وسله وال برید ترسره کړ،چي د پوليسو په جوابي بريد کي دیاد ګروپ ټول غړي مړه اوټپیان شوه .
د فراه ولايت مطبوعاتي دفتر هغه عکسونه هم لراوبر راليږلي چي ددوی په وينا وژل سوي طالبان دی .
بله خوا قاري يوسف د فراه ولايت چارواکو لخوا د وژل سوو طالبانو د عکسونو خپرول په کلکه غندلي او دا يې د جنګي اصولو خلاف عمل او د وژل سوو طالبانو د جسدونو سپکاوی بللی دی ، قاري يوسف وايي موږ دبشري حقوقو پر مدافعینو او نورو بې طرفه نهادونو ږغ کوو چي په دې اړه دي پټه خوله نه پاتې کیږي اوپه دې برخه کي دي خپل مسئولیت اداکړي .
عبدالرحمن ژوندی وايي يادو سوو طالبانو ۲۰ مړي اوس هم دپولیسو په ولکه دی او ۳ تنه ټپیان او ۴ نور یی په تښته بریالی شول.
دولتي چارواکي وايي په یاده نښته کی دمخالفینو(۴) پیکا ماشیندار(۳)راکټ (۵)کلاشنکوف ۳ عرادي سراچی هم لاس ته ورغلي دي او وايي چي په نوموړې نښته کي ۲ پولیس هم ټپیان شوي دی.