پکتيا: د ۱۵۰۰ کسانو د ناستي لپاره دجرګو او مرکو تالار پرانستل سو

د لراوبر اداره | سپتمبر 27th, 2012


غه لوی تالار چې په ديرش جريبه ځمکه کې دمخدره توکو سره دمبارزې وزارت په مالي لګښت جوړ شو ، ديو زر اوپنځه سوه تنو دځايولو ظرفيت لري ، چې دمخدره توکو سره دمبارزې وزارت بوديجې څخه په پنځه لکه اته څلويښت زره ډالره جوړ شوی چې نن ورځ دپکتيا والي ډګرجنرال جمعه خان همدرد اوپه ولسي جرګه کې دپکتيا استازو محمدنواب منګل ، ابراهيم غښتلي دولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي قومي اوجهادي مشرانو لخوا رسما پرانيستل شو چې په پرانيستنې سره پکې لومړنۍ دسولې په اړه غونډه هم ترسره شوه ،
پکتيا والي همدردوويل چې دې سالون کې به د افغاني ټولنې ستونزې په بېلابېلو کچو له قومي څخه تر ملي ستونزو او نړیوالو کړکېچونو پورې حل کيږي ،

نوموړي زياته کړه چې زموږ ګران هېواد افغانستان د آریایانو له وخت څخه تراوسه د جرګو ټاټوبی دی او د همدې راز غونډو د جوړولو او نظر غوښتنو له لارې یې په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې تر ټولو سختې ستونزې او طرحه شوې پوښتنې حل کړي دي،

دولسي جرګي غړو اوپکتيا ولايتي نظامي اوملکي چارواکو اوقومي مشرانو وويل چې جرګه د افغاني ټولنې یو ځانګړی ارزښت دی او زموږ د ملي ارزښتونو په سر کې ده ، او د هغې د پرېکړو لومړیتوب په دې کې نغښتی دی چې د ټولنې د بېلابېلو قبیلو او ډلو لکه، غوره علما، پوهان، مخور، د مدني ټولنې غړي، د لوړو زده کړو د موسسو استاذان، سیاستوال او د اقتصادي، ټولنیزو، پوځي او سیاسي چارو د بېلابېلو برخو کارپوهان په هغې کې ګډون کوي او پرېکړې به یې د ټولو د تفکر محصول وي ،

ددغه سالون په اړه دپکتيا ښاروال انجنير اغامحمد سيدي وويل دوی پلان لري چې ددې سالون څخه به چهارديوالي هم تاو کړي اوپه منځ کې ټول داخلي لوازم لکه چوکۍ ، ميزونه ، غږيز سيستم ،فرش ، قالينې، داوبو سيستمونه اوپه نورو وسايلو يې سمبال کړی دی ، نوموړي وويل چې ددوه ميليونه افغانيو په ارزښت يې ورته سامان الات اخيستي دي ، نوموړي داهم وويل چې ددې سالون لپاره يې نور سهولتونه هم پام کې نيولي دي اوځانګړې ساتنې ته به يې پام وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024