پر جنرال رازق ځانمرګی بريد کوونکی ژوندی ونيول سو

د لراوبر اداره | اکتوبر 3rd, 2012


افغان سرحدي پوليسو د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي هغه ځانمرګى بريد کوونکى چي غوښتل يې د کندهار پر امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خان باندي ځانوژنه وکړي نيولى دى.
امنيه قومندان رازق خان چي تېره مياشتي پرې په کندهار ښار کي موټر بم ځانمرګى بريد سوى و له درملني وروسته د تفريح په موخه په سفر تللى و چي تېره اوونۍ بيرته خپلي ولسوالۍ ته راستون سو او تر اوسه همالته دى.
نوموړي ته د راستنېدو سره سم د زرګونو کسانو لخوا خورا تود هرکلى وويل سو او نن څلورمه ورځ هم ورته په سلګونو کسان د ستړي مسي او ښه راغلاست لپاره کور ته ور روان دي.
نن ورځ نيول سوي ځانمرګي بريد کوونکي هم هڅه کول چي د هغو کسانو په ډله کي تېر سي چي جنرال رازق ته د هغه د صحت ويلو په خاطر مبارکي ووايي چي په دريم امنيتي کمربند کي تشخيص او دستګير سو.
دغه کس له چاودېدونکو توکو ډکه سدرۍ اغوستې وه چي له نيولو وروسته ورڅخه هغه سدرۍ هم په مسلکي توګه خلاصه سوې او دغه کس د بعدي پلټتنو لپاره مربوطه ارګانونو ته سپارل سوى دى.
په لومړنيو پلټنو کي څرګنده سوې چي دغه کس د بلوچستان صوبې د چمن ښارګوټې اوسېدونکى دى او له هغه ځايه په دې موخه رالېږل سوى و چي جنرال صاحب رازق خان د خپل بريد هدف وګرځوي.
جنرال صاحب رازق له لومړني ځانمرګي بريد څخه په مکمله توګه جوړه سوى او د نوي هفتې له پيل سره سم به خپلي وظيفې ته حاضر سي او د خپلو خلکو او خاوري ساتني ته به دوام ورکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024