طالبان : په روزګان کي مو الوتکه را واچوله

عطاالله محمدي | اکتوبر 13th, 2012


وسله والو طالبانو په خپله خپرپاڼه کي خبر ورکړى چي تېره ورځ ئې د روزګان په ولايت کي د امريکايانو يوه څارونکې الوتکه په نښه کړې او را اچولې ده .
طالبان وايي چي ياده الوتکه ئې د دهراود اولسوالۍ د کم کوچ کارېز سرته را اچولې.
په دې اړه تر اوسه افغان حکومت او بهرنيانو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024