په كوټه كې په دوو جلا جلا پېښو كې څوارلس كسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
حبيب تاثير - کوټه
په لومړۍ پېښه كې د كوټي په كچلاك سيمه كې يوولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د تازه راپورونو له مخې په ياده سيمه كې د مځكې پر سر د دوو ډلو تر منځ د شخړې له امله د دوو وروڼو په ګډون اووه تنه وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.
راپورونه زياتوي: دواړو لوريو له وسلو څخه كار اخيستى چې د وسله واسلو تر څنګ په كې لارويان هم وژل سوي او ټپيان دي، كه څه هم پوليس او سرحدې ملېشې د پېښې ځاى ته رسېدلي، خو وايي چې په سيمه كې اوس هم حالات د اندېښنې وړ دي.
له دې څخه لږ ساعت وروسته د كوټي ښار ته څېرمه په چمن هاوسنګ سكيم نومې ځاى كې د وسله وال بريد له امله درې كسان وژل سوي دي.
د دغه ايالت د خوراك د ايالتي وزير اسفنديار كاكړ پر كور وسله وال بريد تره سره سوى دى، چې په ترڅ كې يې دوه تنه بريد كوونكي او يو تن د كور ساتونكى وژل سوي دي.
دا پېښې په داسي حال كې رامنځ ته كېږي چې د كوټي په محكمه كې له تېرو څو ورځو څخه د پاكستان د سترې محكمې د قاضي القضات افتخار محمد چودهري په مشرۍ د بلوچستان بدامنۍ كېس په نوم اورېدنې كېږي.