ګرد یز:دښار لپاره د پاکو اوبو د پروژې کار پیل شو
د پکتيا په ولايت ګردېز کي د ۱۸۰۰ کورنيو د پاره د پاکو اوبو رسولو پروژه نن ددې ولايت د والي جمه خان همدرد لخوا پرانستل سوه .
د پکتيا والي جمه خان همدرد د دغي پرانستني پر مهال وويل دا یوه حیاتی پروژه ده چی د ګردیز ښار د تیری نوی پرژه تری برخمنه کیږی جي ۱۸۶۰ تنو او ۱۸۰۰ کورنیو ته د څښلو پاکی اوبو برابروی چی یاده سیمه ورته ډیره اړتیا لری.
همدرد زیاته کړه په دی پروژه به ۵۵۰۰۰۰ امریکایی ډالره لګښت راځی چی د یو کال په ترڅ کی به یی چاری بشپړی شی .
دیادولو وده ده چی دا پروژه د آی آر سی یا د ژغورنی نړیوالی کمیټی لخوا پلی کیږی.