د افغانستان په سهېل کي د ناټو سرتېری ووژل سو

د لراوبر اداره | اکتوبر 31st, 2012


ناټو وايي چي يې يو بل سرتېرئ د افغانستان په سهېلي سيمو کي وژل سوی دی ، په دې اړه لراوبر ته د ناټو لخوا په رارسېدلې خبرپاڼه کي د پېښي دقيق ځای او د سرتېري هويت نه دی ښوول سوي خو دا څرګنده سوې ده چي وژل پوځي په جګړه کي نه دی وژل سوی بلکي د جګړې له ډګره ليري اخستو زخمونو له امله يې نن ساه ورکړې ده .
پرون هم ناټو خبر ورکړئ و چي په هلمند کي يې يوه افغان سرتېري دوه انګرېز عسکر ور وژلي وه . دا چي نننی وژل سوی عسکر هم په پرونۍ پېښه کي زخمي سوی و که څنګه تر اوسه يې په اړه معلومات نه دي ترلاسه سوي .

Copyright Larawbar 2007-2024