کند هار: ماین چاودنې۶کسان ووژل

59 | نوومبر 1st, 2012


دکندهارولایت نه رارسیدلي خبر وایی چي ددی ولایت په معروف ولسوالۍ كې دماين چاودنې له كبله د ښځواو ماشومانو په ګډون ٦ ملکي وګړي وژل شویدی.
پېښه تېره ورځ چهار شنبه له غرمې وروسته شاوخوادرې بجې ديادې ولسوالۍ په سوګنوکلي کې رامنځته شوېده. دکند هار ولایت ددفتر ویاند دپيښي پخلي کړی اووایی چي چاودنه پرعامه لاره دملكي وګړو پر يوه ټونس موټر دوسله والومخالفينو له لورې دځاى پرځاى شوي ماين له كبله رامنځته شوېده.
د يادونې وړده، چې پرون سهاردهلمندولایت دموسى کلاولسوالۍ په دووچاودنوکې هم د ښځو اوماشومانو په ګډون ١١ عام وګړوخپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي.
بايد وويل شي، چې په دې وروستيوکې دچاودنواو نوروبريدونو پرمهال دملکي وګړودمرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده او د پیښی زیاتره قربانیان بیګناه خلک او عام وګړي دی.

Copyright Larawbar 2007-2024