ايران په کندهار کي يوه پرمختللې لېسه جوړوي
کندهار افغانستان- کندهار والي نن تر غرمې وړاندې د خپل کار په دفتر کي د سوېلي زون لپاره د ايران اسلامي جمهوري دولت له سر قونسل سره د ځينو مهو موضوعاتو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
د ايران سر قونسل ذوالفقار امير شاهي وويل، د ايران اسلامي جمهوري دولت لېوالتيا لري چي په کندهار کي د فرهنګي او ټولنيزو برخو تر څنګ په پرمختيايي برخه کي هم تر خپله وسه مرسته وکړي او په دې توګه له افغان ولس سره خپل رښتينی ګاونډيتوب ته نور هم پراختيا ورکړي.
ښاغلي شاهي وويل، دوی به له ژمني سره سم په کندهار ښار کي سر له اوسه د يوې پرمختللي او مجهزې لېسې د جوړېدو کار پيل کړي چي په ياده لېسه کي به سلګونه زده کوونکي د ډېر پرمختللي او نوي ښوونيز سيسټم په مرسته وروزل سي او تر څنګ به يې د کندهاري محصلينو لپاره له ايران څخه د ليدني زمينه هم برابره کړي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ايران سر قونسل ذوالفقار امير شاهي هلي ځلي د زياتي ستاينې وړ وبللې او يادونه يې وکړه چي دوی ايران د يوه ډېر نږدې، دوست او خواخوږي اسلامي هيواد په توګه پېژني چي تل ورسره د ټينګو او نږدې اړيکو درلودلو تمه لري. والي يادونه وکړه، دا چي د نوموړي لېسې د جوړېدو په اړه د ايران قونسلګري لخوا يو ځل مخکي هم يادونه سوې وه، نو دوی ورته د کندهار ښار په يوه څنډه (شهيد حميدي) مېنه کي ځای ځانګړی کړی او هڅه به وکړي چي ډېر ژر يې ايران قونسلګري ته د لېسې جوړېدو لپاره په واک کي ورکړي.
والي له امير شاهي سره د خبرو په ترڅ کي وړانديز وکړ چي ايران هيواد بايد د طبعاتي برخي د پرمختګ او پياوړتيا لپاره په کندهار کي د مجهزې مطبعې او په دې برخه کي د مسلکي کسانو د روزلو مرسته وکړي تر څو هغه توکي چي اوسمهال له هيواده بهر چاپېږي په کندهار کي دننه په پرمختللي بڼه او لوړ کيفيت چاپ سي.
د ايران سر قونسل ذوالفقار امير شاهي د فرهنګي او ټولنيزو برخو تر څنګ په پرمختيايي برخه کي هم د پوره مرستي او همکارۍ ژمنه وکړه او ټينګار يې وکړ چي دوی به په فرهنګي، سپورټي، ښوونيزه او داسي نورو برخو کي له همکاريو ځانونه ونه سپموي.