کرزی: د هند پانګه اچونه د افغانستان اقتصاد باثباته کوي

د لراوبر اداره | نوومبر 12th, 2012


افغان ولسمشر حامدکرزي هند ته د خپل سفر په ترڅ کي نن هغه هيواد لومړي وزير من موهنسينګ سره د خبري ليدني کتني په ترڅ کي پر هندي پانګه والو ږغ وکړ چي په افغانستان کي پانګه اچونه وکړي ، نوموړي وويل : هغه هيواد چي خپلي راتلونکي ته هيله من دی ، اوس پکي د پانګه اجوني زمينه مساعده سوې ده .



ولسمشر حامد کرزي پرون د يکشنبې په ورځ د هند په تجارجي ښار ممبيي کي د هندي سوداګرو سره په يوه غونډه کي هغوی ته بلنه ورکړه چي په افغانستان کي د چين سره په سوداګريزو او د پانګي اچوني په چارو کي سيالي وکړي ، نوموړي وويل چين له نن څخه پنځه شپږکاله پخوا په افغانستان کي پانګه اچونه پيل کړې او تر اوسه يې د پانګي اچوني په برخه کي دوه درې لوی تړونونه لاسليک کړيدي .



نوموړي هندي سوداګرو او پانګه اچوونکو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل چي افغانستان نه يوازي هنديانو ته په تجارتي چارو کي بلنه ورکوي او ساتنه يې کوي بلکي افغان ولس هم د هند د سوداګرۍ او پانګي اچوني ملاتړ کوي .


په پام کي ده چي ولسمشر حامدکرزی به په نوي ډيلي کي د هند له جمهور ريس پراناب مکرجي سره تر ليدني کتني تر څنګ د پرمختګ غوښتونکو د ايتلاف له مشري سونيا ګاندي سره هم خبري اتري وکړي .


ويل کيږي چي د افغانستان او هند لوړ رتبه چارواکي به په افغانستان کي د امنيتي چارو او د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د افغانستان سره د همکارۍ په برخه کي د هند پر رول خبري اتري وکړي .


هند ته د ولسمشر د سفر د جريان پر مهال نن د نوامبر پر ۱۲نېټه د افغانستان د سولي د عالي شورا د مشر صلاح الدين رباني په مشرۍ ددغه کميسون يو پلاوئ د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته ورسېد او ددغه هيواد لومړي وزير راجا پروېز اشرف سره يې افغانستان ته د طالب زندانيانو د سپارلو او د طالبانو سره د سولي پروسې په اړه خبري اتري وکړې .



دغه پلاوی به د خپل سفر په اوږدو کي د پاکستان د لوی دستيز او يو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره په افغانستان کي د سولي پروسې د برياليتوب په اړه خبري اتري کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024