پاكستان ملا برادر كابل ته سپاري

د لراوبر اداره | نوومبر 12th, 2012


په كابل كې د پاكستان سفير محمد صادق وايي، پاكستان هيله لري چې د حقاني شبكې په ګډون د افغان حكومت وسله وال مخالفان دې ته وهڅوي چې سوله تعقيب كړي. خو ده اندېښنه ښودلې چې كېداى شي له طالبانو سره د افغان سياسي ګوندونو مخالفت د پخلاينې او سولې خبرې اترې كمزورې كړي.
صادق وړانديز كوي چې طالبانو ته د ماتې وركولو او د دوى د مشرانو د وژلو د هڅو پر ځاى به دا غوره وي چې امريكا متحده ايالتونه له دوى سره خبرو ته كېني: ((افغانان د دوه كاله پخوا په پرتله اوس دې ته ډېر لېوال دي چې د سولې او پخلاينې له پروسې سره يو ځاى شي، خو اوس هم يو شمېر مهم خلك چې د طالبانو پر وړاندې يې جګړه كړې، دې ته تيار نه دي چې له طالبانو سره خبرې وكړي، په داسې حال كې چې موږ له دوى سره په كار لګيا يو.))
له دغو كسانو څخه د صادق هدف د شمالي ټلوالې هغه غړي دي چې يا اوس په افغان دولت كې لوړپوړي چارواكي دي او يا د افغان دولت سياسي مخالفان دي.
د رويټرز خبري اژانس د يوه رپوټ له مخې دا په داسې حال كې ده چې افغان ولسمشر له افغان سياسي ډلو او بېلابېلو نژادونو څخه د سولې عالي شورا د دې لپاره جوړه كړې چې هڅه وكړي له افغان طالبانو سره سولې ته لارې چارې برابرې كړي او په دې وروستيو كې د سولې پروسې لپاره له دې امله هم ډېره پاملرنه كېږي چې ټاكل شوې ده په ۲۰۱۴ كال كې له افغانستان څخه د ناټو جګړه ييز ځواكونه ووځي او افغان حكومت ته امنيتي مسووليتونه ور تر غاړې شي.
يو لوړپوړی افغان چارواكی چې د پخلاينې په هڅو كې ښكېل دى، رويټرز ته د تېرې جمعې په ورځ ويلي چې افغان حكومت په دې كې پاتې راغلى چې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته لار هواره كړي او له ۲۰۱۴ كال وړاندې په دې برخه كې د كوم پام وړ پرمختګ تمه هم نشته.
افغان چارواكي وايي چې پاكستان د دوى او طالبانو ترمنځ منځګړيتوب ته لېوال نه ښكاري، ځكه چې ژمنې ډېرې كوي، خو په عمل كې يې تر دې دمه څه نه دي كړي.
په كابل كې د پاكستان سفير محمد صادق بيا وايي: ((د پاكستان لومړي وزير د افغان حكومت له ټولو مخالفانو غوښتي چې د سولې او پخلاينې په خبرو اترو كې ورګډ شي.))
هغه ويلي چې موږ به د افغان حكومت ټول وسله وال مخالفان دې ته وهڅوو چې د سولې او پخلاينې په پروسه كې برخه واخلي.
صادق وايي چې د امريكا متحدو ايالتونو بايد په ۱۹۸۰يمو كلونو كې د پخواني شوروي اتحاد له تجربې څخه ډېر څه زده كړي وي: ((زه فكر كوم چې د باغيانو په اړه يو شى ډېر روښانه دى او هغه دا چې دوى مرګ ژوبلې كمزوري نه كړل، ځكه چې دوى د خپلو وژل شوو قوماندانانو ځايناستي ډېر ژر وټاكل، دوى د دې وړتيا لري چې د خپلو قوماندانانو ځايناستي ډېر ژر وټاكي، طالبان خلك لري او د خلكو په وژلو سره به تاسو هيڅكله دوى كمزوري نه كړئ، پخواني شوروي اتحاد يو يا دوه مليونه خلك ووژل، خو د دوى پر وړاندې بغاوت كمزورى نه شو.))
شنونکي وايي چې په داسې څرګندونو سره پاکستاني چارواکي له يوې خوا امریکا ته ګواښ کوي او له بلې خوا افغانان لا نورې جګړې ته هڅوي.
افغان حكومت په دې هڅه كې دى چې د كوټې شورا ته لاسرسى پيدا كړي او امكان لري چې د سولې عالي شورا به اسلام اباد ته په خپل راتلونكي سفر كې دغه مساله له پاكستاني چارواكو سره راپورته كړي.
د سولې د عالي شورا يوه چارواكي ويلي چې دوى به پر اسلام اباد فشار واچوي چې د طالبانو دويم سړى ملا عبدالغني برادر چې له پاكستان سره بندي دى، خپل هېواد ته ستون كړي.
افغان چارواكي په دې باور دي چې كه ملا برادر كابل ته راولېږدول شي، نو هغه به وكولاى شي چې له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه كې ډېر اغېزناك رول ولوبوي.
يوه افغان چارواكي رويټرز ته ويلي چې پاكستان ژمنه كړې چې ملا برادر كابل ته وسپاري.
په كابل كې د پاكستان سفير د دې پوښتنې په ځواب كې چې پاكستان به د سولې او پخلاينې د پروسې په پرمختګ كې څه وكړي، وويل: (( د هغه څه په اړه هيلې چې موږ په دې برخه كې څه كولاى شو، بايد معقولې وي، ځكه پاكستان او طالبان يو ګوند نه دي، موږ پر دوې هېڅ ډول كنټرول نه لرو، موږ دوى ته وسلې نه وركوو او همدا راز موږ دوى ته پيسې هم نه وركوو.))
د ده په خبره، افغانستان بايد جدي هڅه وكړي چې هر حكومت پر دغه هېواد واكمنيږي، بايد له ټولو نژادونو او ګوندونو متشكل وي، دا ځكه ضروري دى چې د پخوا په څېر د ګډوډۍ مخنيوى وشي.
كه څه هم يوه افغان چارواكي ويلي و چې پاكستان به ملا برادر دوى ته وسپاري، خو د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيكو مسوول اسماعيل قاسميار خدمتګار ته وويل چې دوى په دې اړه معلومات نه لري: ((خو دا زموږ د اجنډا يوه برخه ده چې له پاكستان څخه به وغواړو ملا برادر موږ ته راوسپاري.))
هغه زياته كړه، په اسلام اباد كې افغان سفير له پاكستاني چارواكو سره دا خبره شريكه كړې ده او زه فكر كوم چې اوس د دې لپاره زمينه برابره شوې ده.
قاسميار وويل چې د سولې د عالي شور مشر صلاح الدين رباني نن يا سبا اسلام ته د سولې د يوه پلاوي په مشرۍ روان دى.
تر دې وړاندې پاكستاني مقاماتو ويلي وو چې دوى له افغانستان سره د طالبانو د نېغو خبرو لپاره تيارى نيسي او د افغان پلاوي رسېدو ته په تمه دي.

Copyright Larawbar 2007-2024