دولت اوسوداګرو دواړو د افغانۍ د عامولو ژمنه وکړه
د کندهار لسګونه تجاران چي نن يې د ولايت له والي سره وليدل وويل دوى ژمن دي چي له دولت سره په ګډه د افغاني بانک نوټونو د عامولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د کندهار ښار د درمل پلورونکو د اتحاديې مشر، د همدې اتحاديې نورو غړو او لسګونه نورو کندهاري تجارو په دې موخه نن له کندهار والي سره وکتل څو د هغه څخه د عامي روغتيا وزارت د هغه مکتوب سره د نه موافقې په خاطر چي پر اساس به يې ادويات د کيفيت د چک په موخه کابل ته لېږل تشکري وکړي.

د کندهار سوداګرو له والي مننه وکړه چي په دې برخه کي يې پر وخت او غوښتونکى ګام اخستى او هغه اندېښنې ته يې چي هم ددوى او هم د ښاريانو سره موجوده وه په ښه وخت کي ځواب ويلى دى.
والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په ننۍ ليدنه کي له تجارو وغوښتل چي د افغاني بانک نوټونو په عامولو کي له دولت سره يو ځاى کار وکړي او په خپلو ټولو راکړو ورکړو له دې نوټ څخه استفاده وکړي.
نوموړي همداراز وويل چي په ښار کي د بيارغوني، د حالت د سمون او له غريبو او ناتوانو د لاس نيوي په برخه کي دي هم شتمن او ملي سوداګر خپله ونډه په سمه توګه ادا کړي.
کندهار والي همداراز پر تجارانو ږغ وکړى چي د ارزانه او ټيټ کيفيت درلودونکو اموالو پر ځاى دي، د غوره او عالي کيفيت درلودونکي مالونه هيواد ته را وارد کړي ترڅو خلک ورڅخه په ښه توګه مستفيد سي.
د ښار سوداګرو په خپلو خبرو کي ژمنه وکړه چي په پوره وس او توان سره ب هڅه کوي چي د افغاني بانک نوټونو په عامولو کي خپله وظيفه سرته ورسوي.
تجارانو ويل چي له وړاندي يې په دې برخه کي رغنده ګامونه پورته کړي او ټولو مربوطه کسانو ته يې رسمي مکتوبونه لېږلي چي ټوله راکړه ورکړه د بهرنيو اسعارو پر ځاى په افغانيو باندي وکړي.
دوى همداراز ويل چي تل هڅه کړې او اوس هم په دې تپ او تلاښ کي دي چي د ښه کيفيت درلودونکي مواد هيواد ته راوړي او په مناسبه بيه يې خرڅ کړي.
په افغانستان کي د نوو افغانيو د لس کلونو تېرېدو وروسته بيا هم يوې خواته زيات شمېر حکومتي چاري په ډالر محاسبه او پرې کيږي ، بلي خواته په عامو خلکو کي هم ډالر او کلداره ښه په کش کي روانه ده .