کندهار: ١٧ ووژل شول ، عمليات دوام لري

34 | اپریل 22nd, 2008


دکندهار په ارغستان ولسوالي کې دوسله والو طالبانو په يوه بريد کې ٦ امنيتي ساتونکي وژل شوي او امنيتي پوسته يې ويجاړه شوې ده . بريد تېره شپه ناوخته مهال وشو او سهار وختي وسله والو طالبانو په خلاف افغان امنيتي ساتونکو جګړه پېل کړه چې په نتيجه کې دافغان چارواکو په وينا ١١ يولس وسله وال طالبان ووژل شول ، دسپين بولدک ولسوالي دسرحدي ليوا قوماندان رازق خان وويل چې ددرو وژل شويو طالبانو مړي دجګړې په ډګر کې پاته دي . . رازق دخپلو شپږو سرحدي پوليسو په وژنه خواشيني وښوده او ويه ويل چې ددوى خدمتونه دستايلو وړدي .

Copyright Larawbar 2007-2024