په بډه بېره کې د پوليسو په يو موټر بريد شوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | نوومبر 19th, 2012


پېښور:د پيښوسره نيږي په بډه بېره سيمه کې د پوليسو په يو موټر بريد شوې چې په کې څلور پوليسواله ژوبل شوي دي.پيښه د بډه بېرې په کږه وله سيمه کې هغه وخت رامخې ته شوه کله چې پوليس په يوه موټر کې د معمول په ګشت وو چې نا څرګندو وسله والو پرې ډزې وکړې ، په پيښه کې د پوليسو يو سب انسپکټر هم ژوبل شوی ، ټول ژوبل پوليس والا د درملنې لپاره ليډي رېډنګ روغتون ته وړل شوي.بل پلو د خيبر ايجنسۍ په باړه کې په دوو بېلابېلو پيښو کې يو امنيتي سرتېرې وژل شوی او څلور کسان نور ژوبل شوي دي .د خیبردولتي چارواکي وايي د باړې په فورټ سلوپ کیمپ باندې د وسلوالو لخوا په یو راکټی برید کې يو امنيتي سرتېری وژل شوی، بلخوا په سپاه کې په یو کور باندې د مارټر ګولۍ د راپریوتو په نتیجه کې دوه ماشومان او دوه میرمنې ژوبل شوي دي.یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځي عملیات روان دي.د خيبر ايجنسۍ دولتي چارواکې په خبره د جمرود شاکڅ سيمې نه ناڅرګنده وسله والو د خاصه دار ځواک يو صوبېدار او يو سپاهي تښتولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024