ننګرهار : د ٥ وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | نوومبر 25th, 2012


لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نن ورځ ئې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کي عمليات کړي او په پايله کي ئې يو د وسله والو قوماندان او څلور نور شکمن کسان نيولي.
خبرپاڼه ليکي چي دا عمليات د ګډو ځواکونو له لوري ترسره سوي او په دې کي کوم چا ته مالي او ځاني زيان نه دئ اوښتى .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024