احمدالله نازك د زابل د ملي امنيت رئېس وټاکل سو

عطاالله محمدي | نوومبر 27th, 2012


د زابل ولايت د ملي امنيت دپاره نوى ټاكل شوى رئيس وايې چي دامنيت د سمون دپاره تر نظامي برخي زيات ذهني برخي ته ترجيع وركوي او كوښښ به وكړي چي خلك په ذهني ډول دې ته تيار كړي څو د دولت سره د امنيت په سمون کي مرسته وكړي .
احمد الله نازك چي مخكي د كندهار د ډند ولسوالي ولسوال وو اوس د زابل د ملي امنيت د ريس په توګه يي خپله دنده پيل كړه .


هغه د ځان د معرفي په مراسيمو كي ژمنه وكړه چي تر خپله وسه به د پوره كار كوښښونه كوي او هڅه به يې دا وي چي په زابل کي خپل فعاليتونه د زابل د خلګو په همكاري ګړندي او لاسته راوړني زياتي ولري .
نازك وويل : د خپلي دندې پر مهال به خلك په ذهني ډول دې ته تيار كړي څو د امنيت په سمون کي د دولت سره مرسته وكړي .
په مراسمو کي د زابل والي محمد اشرف ناصري د ملي امنيت د پخواني رئيس صادق تره خيل تر سره سوي كارونه وستايل او نوي رئيس احمدالله (نازك) ته ېې په نوې دنده کي د برياليتوب هيله وكړه .
والي په اوسنيو شرايطو کي استخباراتي كارونه ډېر مهم وبلل او په جګړه کي يې تر هر څه د استخباراتو رول ګټور وباله.


احمدالله نازک تر دې وړاندي شپږکاله د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده اجرا کړه چي دوې ورځي وړاندي يې د ډنډ ولسوالۍ چاري په رسمي توګه د کندهار ولايت مقام ته وسپارلې .


د ډنډ ولسوالۍ حاجي بازمحمد اکا لراوبر ته وويل  حاجي نازک په ۲۷ کلني کي د ډنډ ولسوال په توګه کار شروع کئ چي په سيمه کي د تر ټولو ځوان او بريالي چارواکي په توګه ثابت سو ، د ډنډ ولسوالۍ اوسيدونکي او د کندهار لوړ رتبه چارواکي هم دا خبره مني چي حمدالله نازک وتوانېدئ چي په ډنډ ولسوالي کي د مخدره موادو کښت صفر ته راټيټ کړي او تر څنګ يې د کرهڼي او مالدارۍ ، بيارغوني ،ښووني او روزني او امنيت په برخه کي د ډنډ لسوالۍ د ښې حکومتدارۍ د سمبول په توګه وړاندي کړي .


نوموړی چي اوس ۳۳ کلن دی  له ۱۲ بېلابېلو خونړيو بريدونو څخه روغ وتلئ دی ، هغه څو ورځي مخکي له الجزيرې تلويزيون سره په خبرو کي وويل : په افغانستان کي د خدمت پر مهال خطر هم سته ، مګر که زه له دې خطره وتښتم او هغه عسکر چي د خلکو امنيت نيسي هم له دې کاره وتښتي ، کلی اووطن به غلو او د خلکو دښمنانو ته پاته سي .


Copyright Larawbar 2007-2024