دولسی جرګي یوشمیر وکیلان داسماعیل خان داستیضاح له امله ګواښل شوی دي

59 | دسمبر 1st, 2012


کابل:دولسي جرګې يوشمېرغړي وايي،چي ځينوحکومتي چارواکواوداسماعیل خان پلویانوددوی نه غوښتي چې داسماعيل خان داستيضاح له پرېکړې څخه تېر شي .
ټاکل شوېده، چې داوبواو برېښنا وزيرتورن محمداسماعيل دراتلونکې دوشبنې په ورځ ولسي جرګې ته داستيضاح لپاره حاضرشي. دولسي جرګي ۶۸ غړو وکیلانوداسماعيل خان داستيضاح لپاره خپل لسليکونه کړي دي اوددي جرګي درييسانوکمیټي هم ددی پریکړي وړاندیزکړیدي.
دافغانستان داساسي قانون د ٩٢ مادې له مخې، ولسى جرګه د خپلوغړودشل سلنه ( پنځوسوتنو) په وړانديزكولاى شي، له هر يوه وزيرڅخه استيضاح وكړي.که چیری تورن اسماعیل خان دوکیلانوپوښتنو ته دقناعت وړځوابونه ورنکړی ولسې جرګه به دده دعدم اعتماد رایي موضوع وڅيړي اوپه قوی ،پخو دلایلوسره به نوموړۍوزیر له خپلې دندی څخه ګوښه کړی.
دځینو کره معلوماتوله مخې ،داسماعیل خان څخه به داوبواوبرېښنا په چاروکې دولايتونو ترمنځ د عدالت په پام کې نه نيول، دافغانستان له اوبوڅخه په سمه توګه دګټې نه پورته کېدل اويوشمېرکسانو ته دمجاهدینو دشورا په نامه دوسلو وېشل داسماعيل خان داستيضاح دلايل دي.که چیری اسماعيل خان د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته حاضر نه شي،نو جرګه به په غياب کې دده دعدم اعتماد موضوع وڅېړي اودرایوپه اکثریت سره به هغه له دندی څخه لیری کړی.
تور ن اسماعیل هغه وخت ترکلکونیوکولاندي راغلې،کوم وخت چي دلړم دمياشتې په لومړيوکې هغه په هرات کې د”مجاهدينو يوې غونډې” ته د وينا پرمهال وويل،چې له افغانستان څخه دبهرنيوځواکونودوتلوپه درشل کې دمجاهدينوله همکارۍ پرته په هېوادکې امنيت نشي راتلاى. ده دغه راز زیاته کړه چي مجاهدین باید د يوې لويې شورا پرجوړولوکاروکړي اوده لامخکي په دې برخه کې له ولسمشر او ځينو پخوانيو جهادي مشرانوسره خبرې کړې دي.دغه راز ځينې داسې راپورونه هم شته ، چې اسماعيل خان په هرات کې ځینو کسانو ته وسلې وېشلې دي.
خواسماعيل خان د لړم په شلمه په يوه خبري ناسته کې د وسلو وېشل ردکړي اوويلي يې دي، چې دهرات په ناسته کې يې له مجاهدينونه وغوښتل، ترڅو په ٢٠١٤ کال کې ددولت دوسلوالومخالفينو پر وړاندې دامنيتي ځواکونو د احتمالي ضعف د تشې ډکولو ته تيار شي او پرې نږدي، چې اوسنې نظام نسکور شي.
داسماعیل دغه څرګندوني دسیاسی کار پوهانو،دولسی جرګی دغړو، ددولت ځینو چارواکواوپه افغانستان کي دایساف او ناتوځواکونودمشرانواو ديپلوماتانو لخوادکلکو غبرګونونو سره مخامخ شوي او دغه څرګندوني یی دافغانستان داساسي قانون څخه یوه ښکار ه سر غړونه وباله.
یو شمیر وکیلانوافغانې رسنیو ته ویلې چي داسماعيل خان لپاره دده پلویانوکمپاين پيل کړى، ترڅو دولسي جرګې له لوري استيضاح نه شي او په دې اړه دولسي جرګې له يوشمير غړيو سره بیلا بیلي اړيکې هم نيول شوې دي .خو ځیني وکیلان بیا وایی چي د ولسی جرګې دمشرڅخه یی غوښتي چي دجرګي پر غړيوددا ډول نفوذساتلو مخه ونيسي،ترڅووکيلان وکولاى شي په خپله خوښه پريکړه وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024