ځان وژونكې د پوليسو په ګډون شپږتنو ته مرګ ژوبله واړوله

د لراوبر اداره | اپریل 23rd, 2008


نن سهاردهلمندولايت دګرشك په  ولسوالۍ كى يوځان وژونكى بريد ترسره سوى چى دحكومتى چارواكوپه خوله شپږو تنوملكى وګړواوپوليسوته مرګ ژوبله اوښتى ده دغه خبره دهلمندولايت دپوليسومشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال وكړه انډيوال زياته كړه چى نن سهار دګرشك ولسوالۍ دپوليسو نظام كرول ته يوځان وژونكى غوښتل  چى ننوځى ولى پوليسو له خوا پيژندل سوى چى په ګولى يي وشتلى دى انډيوال زياته كړه چى ځان وژنكى پر مځكه وليدلى او وروسته په زخمى حالت كى يي ځان ته انفجار وركړى اوچاودنه رامنځته سوى چى دچاودنى په ترځ كى دوه ملكى كسان وژل سوى اوديوه ولسۍ وګړى په ګډون دري تنه پوليس ژوبل سوى دى انډيوال زياته كړه چى په وژل سوكسانو كى يوتن سپين ږى وه .


خوپه ګرشك ولسوالۍ كى يوتن دپوليسو افسر چى نه يي غوښتل نوم يي واخيستل سى دټيلفون په ليكه كى وويل چى په دغه چاودنه كى دوه پوليس وژل سوى دى .


دبريد پړه وسلوالوطالبانو په خپله غاړه اخيستى ده قارى يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانو وياند معرفى كوى ديوناڅرګند ځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دغه ځان وژونكى بريدكونكى نصيرالله نوميده چى دهلمندولايت اوسيدونكى وه احمدى زياته كړه چى په دغه ځان وژنكى بريد كى دولس پوليس وژل سوى دى .


هيره دى نه وى چى دهلمندولايت په ګرشك ولسوالۍ كى يوه مياشت وړاندى هم پرايساف ځواكونويوځان وژنكى بريد ترسره سوى وه چى په ترځ كى يي دري تنه دايساف سرتيري ووژل سوه چى وژل په وژل سوكى يودچيك سرتيري او دوه دډنمارك سر تيري وه .

Copyright Larawbar 2007-2024