امريکا نه غواړي افغانستان له روسيې څخه الوتکي واخلي

د لراوبر اداره | دسمبر 2nd, 2012


د امریکا سنا مجلس پنتاګون ته اجازه نه ورکوی ، دافغانستان لپاره د روسيي څخه میګ ۱۷ و پلوري.

د امریکا د کانګرس سنا مجلس هغه وړاندیز و مانه کوم چي د امریکا په دفاعي بودجه کي باید بدلون راوستل شي . ددي بدلون په وړاندیز کي کانګرس پنتاګون منع کوي د روسیي د وسلو صادرونکي کمپنۍ »روزوبورون ایکسپورټ« سره معامله وکړي. دا هغه معامله ده چي امریکا باید دافغانستان لپاره ددې روسۍ کمپنۍ نه چورلکی (هیلیکوپتر) الوتکي وپلوري. دا ممانعت هغه وخت نافذ کیږی کوم وخت چي د امریکا ولسمشر د دفاعي بودجي قانون لاس لیک کړي .

ددې بدلون وړانديز د تکزاس د ایالت جمهوري غوښتونکو سناتور جان کارنین له خوا و کانګرس ته وړاندي شوی وو . جان کارنین د خپل وړاندیز په اړه وویل چي پدی وسیله به د روسیي نظر د سوريي له مرستي نه راوګرځول شي . جان کارنین زیاتوي : د امریکا تکس ورکونکی نه شی کولای چي په سوریه کي د عامو خلکو وژنه په خپلو پیسو پیاوړې کړي . او له بلي خوا همدا چولکي کیدای شي چي د امریکایي کمپنیانو څخه وپلورل شي . جان کارنین وايی : د روسیي د روزوبورون ایکسپورټ کمپنۍ سره زموږ اړیکي هغه سیاست چي د سوریې په اړه مو غوره کړی دي ، خرابوي او زموږ هغه کوښښونه چي د سوريي د خلکو د مرستو لپاره یي کوو ، له منځه ځي .

د روزوبورون ایکسپورټ کمپنۍ سره د امریکا داړیکوممانعت په اړه په کانګرس کي د جاري کال د مارچ په میاشت کي هم خبری شوی وي . په هغه وخت کي د کانګرس زیاتو غړو د پنتاګون څخه هیله وکړه چي د افغانستان لپاره د روسيی څخه تخنیکی لوازم ونه پلوري . د میګ ۱۷ چورلکو د پلورلوقرارداد د هغه قرار داد یوه تکمیلونکي حصه ده کوم چي په کال ۲۰۱۱ د می په میاشت کي د افغانستان لپاره د ۲۱ چورلکو ورکولو په اړه امضأ شوی وو. پدی قرار داد کي ددی چورلکو اضافه پرزې او نور تخنیکي لوازم هم شامل وه . د امریکایی سرچینو له راپور سره سم ددی قرار داد ارزښت ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیده .

Copyright Larawbar 2007-2024