د کار کوونکو مديريت (Personnel Management)

د لراوبر اداره | جنوري 1st, 2013


د کار کوونکو مديريت کولاى شو د يوه خوښ او راضي کاري ځواک د ترلاسه کولو، په کار اچولو او ساتلو په توګه تعريف کړو. دا د مديريت يوه د پام وړ برخه ده چې په کار کې خلکو ته پاملرنه او له سازمان سره د هغوى د اړيکو برابرول په غاړه لري.


د فلېپو (Flippo) له نظره، ” په سازماني، وګړيزو او ټولنيزو موخو کې د برخه اخيستنې په موخه – د خلکو پلانولو، تنظيمولو، بدلې\پاداش ورکولو، يو لاس کولو او ساتلو ته د کار کوونکو مديريت وايي“.


د برېچ (Brech) له نظره، ”د کارکوونکو مديريت هغه برخه ده چې په بنيادي توګه د سازمان له بشري سرچينو سره تړاو لري.
 
د کار کوونکو مديريت طبيعت:


1. د کار کوونکو په مديريت کې د ګومارنې، پراختيا او بدلې\پاداش ورکونې دندې شاملې دي. په بنسټيز ډول دغه دندې د سازمان د نورو څانګو په سلا د کار کوونکو مديريت له خوا ترسره کېږي.


2. د کار کوونکو مديريت عمومي مديريت ته پراختيا ورکول دي. دا مديريت د يوۀ سيال کاري ځواک پرمختګ او پارونه په غاړه لري تر څو په اړوند چارو کې په بشپړ ډول برخه واخلي. 


3. د پرسونل مديريت له لويو مديرانو سره د کار کوونکو د ستونز په اړه مرسته او سلا کوي. په همدې سبب د کار کوونکو څانګه د سازمان د پرسونل څانګې په نامه يادېږي.


4. د کار کوونکو مديريت د اوږدو محالوېشونو، پلان جوړونو او کاري مېتودونو پر ځاى په عمل ټينګار کوي. په کار کې د خلکو ستونزې او شکايتونه د پرسونل اصولي کړنلارې په واسطه په اغېزناک ډول اواروي.


5. د کار کوونکو مديريت د انساني لارښوونې پر بنسټ دى. له کار کوونکو سره مرسته کوي چې خپل استعداد په اړوند برخه کې په بشپړ او هر اړخيز ډول پراخه کړي.


6. همدا رنګه د خپلو اغېزناکو تشويقي پلانونو په واسطه کار کوونکو ته انګېزه ورکوي چې خپله هر اړخيزه او پشپړه ګډه همکاري وښيي.


7. د کار کوونکو مديريت د کومې اندېښنې په اړه له بشري سرچينو سره بحث کوي. د کار کوونکو مديريت دواړه – وګړيز او همدارنګه تخنيکي او فزيکي کار کوونکي اداره کوي.


د کار کوونکو د مدير رول:


د کار کوونکو مدير د پرسونل څانګې مشر دى. د مديريت دواړې – اداري او عملياتي دندې ترسره کوي. کولاى شو رول يې په لاندې ډول خلاصه کړو:


1. د کار کوونکو مدير له لوى مديريت سره مرسته کوي:- لوى مديريت هغه خلک دي چې د بنسټيزو پاليسيو چوکاټ جوړوي او په اړه يې پرېکړه کوي. د پرسونل يا کاري ځواک په اړه هر ډول پاليسۍ د کار کوونکو د مدير له خوا جوړېږي.


2. لوړپوړي مدير ته د کارکوونکو د متخصص په توګه لارښوونه کوي:- د لارښوونکي په توګه – له لوړ پوړو مديرانو سره د کار کوونکو د بېلابېلو ستونزو په اړه لارښوونه او مرسته کوي.


3. د سلاکار په توګه:- د يوه سلاکار په توګه د کارکوونکو ستونزو او شکايتونو ته پاملرنه کوي او په اړه يې لارښوونه کوي. هڅه کوي چې په خپل ټول توان سره د هغوى ستونزې اوارې کړي.


4. د کار کوونکو مدير د منځګړي په توګه عمل کوي:-  کار کوونکي او مديريت سره نښلوي.


5. د وياند په توګه عمل کوي: له دې امله چې له کار کوونکو سره نېغې اړيکې لري، اړ دى چې د حکومت له خوا په جوړو شوو کمېټو کې د سازمان د استازي په توګه عمل وکړي. په روزنيزو پروګرامونو کې د سازمان استازيتوب کوي.


اخځ: Management Study Guide
http://www.managementstudyguide.com/personnel-management.htm


دوهمه برخه :


د کار کوونکو مديريت دندې:


د کار کوونکو مديريت څلور بنسټيزې دندې پۀ لاندې ډول دي:


 




  1. د انساني ځواک پلان جوړونه



  2. ګومارنه



  3. غوراوى\ټاکنه



  4. روزنه او پراختيا


 


د انساني ځواک پلان جوړونه:


 


د انساني ځواک پۀ پلان جوړونه کې چې د بشري سرچينو پلان جوړونه هم ورته وايي، د سازمان اهدافو ته د رسېدو پۀ موخه، پۀ کره وخت او کره ځاى کې د وړ کسانو له خوا د کره کارونو د ترسره کولو لپاره د کره شمېر او کره ډول خلکو ګومارل شامل دي. د بشري سرچينو پلان جوړونې د صنعتي کېدو پۀ ډګر کې غوره ځايګى خپل کړى. د بشري سرچينو پلان جوړونه بايد د جوړې شوې کړنلارې مطابق د يوې سيستمي رودې له مخې ترسره شي. دا کړنلاره پۀ لاندې ډول ده:


 




  1. د اوسني انساني ځواک د لړ شننه



  2. د راتلونکي انساني ځواک اټکل



  3. د ګومارنې اړوند پروګرامونو پراختيا



  4. د روزنيزو پروګرامونو پلانول


 


د انساني ځواک پلان جوړونې اړوند ګامونه:


 




  1. د اوسني انساني ځواک د لړ شننه: مخکې له دې چې مدير راتلونکى انساني ځواک اټکل کړي، د اوسني انساني ځواک حالت بايد وڅېړل شي. د دې چارې لپاره لاندې ټکي بايد پۀ پام کې ونيول شي.





    • د سازمان ډول



    • د څانګو\ شعبو شمېر(departments)



    • د ورته څانګو شمېر



    • پۀ دغه کاري واحدونو کې کار کوونکي


 


کله چې دغه فکټورونه د مدير له خوا ثبت شي، د راتلونکي اټکل پۀ لور ګام اخلي.


 




  1. د راتلونکي انساني ځواک اټکلوَنه: کله چې پۀ راتلونکي انساني ځواک باندې اغېزشيندونکي فکټورونه وپېژنل شي، کولاى شو پۀ بېلابېلو کاري واحدونو کې د راتلونکي انساني ځواک د اړتياوو پۀ اړه پلان جوړ کړو.


د انساني ځواک د اټکلوَنې هغه لارې\تخنيکونه چې پۀ ټوليز ډول د سازمانونو له خوا کارول کېږي، پۀ لاندې ډول دي:





    1. د متخصصانو اټکل: پۀ دې کې غير رسمي پرېکړې، د کارپوهانو رسمي سروې ګانې او ډېلفي تخينک (Delphi Technique) شامل دي. (لوستونکي دې د ډېلفي تخنيک پۀ اړه پلټنه وکړي.)



    2. د تمايلاتو شننه: کولاى شو د انساني ځواک اړتياوې د تېرو تمايلاتو د پلان، تېر لړ\لېست او احسايوي شننو پر بنسټ پلان کړو.



    3. د کاري پېټي شننه: کاري پېټى د کار پۀ څانګه، شعبه يا وېش کې د هغه پۀ ماهيت پورې اړوند دى.



    4. کاري ځواک: هر کله چې د توليد او د هغه د مودې شننه بايد وشي، د انساني ځواک لومړنۍ اړتياوې پۀ فوق العاده توګه بايد پۀ پام کې ونيول شي.



    5. نورې رودې: د انساني ځواک د اړتياوو لکه – د بودجې او پلان جوړونې ارزول، پر شا تګ او د نوو خنډونو د ارزونې د اټکل پۀ موخه د کمپيوټر پۀ مرسته د بېلابېلو رياضيکي موډلونو کارول.




  1. د ګومارنې اړوند پروګرامونو پراختيا: د اوسني لېست او راتلونکي اټکل له پرتلونې\مقايسونې سره سم د ګومارنې اړوند پروګرامونه چې، جلب او جذب، غوراوى\ټاکنه او د کار موندنې کړنلاره ده، بايد جوړه او پراختيا ورکړل شي.



  2. د روزنيزو پروګرامونو پلانول: روزنيز پروګرامونه د توپير، پراختيايي پلانونو، پروګرامونو او داسې نورو د کچې پر بنسټ ترسره کېږي. روزنيز پروګرامونه د تکنالوژيکي پرمختګ له کچې او وړاندې والي سره تړلي دي. همدا رنګه د کار کوونکو د وړتياوو، لياقت او پوهې د لوړولو پۀ موخه پۀ لار اچول کېږي.


 


د انساني ځواک د پلان جوړونې اهميت  


 




  1. د مديريتي دندو لپاره د کيلي پۀ توګه: څلور مديريتي دندې، لکه پلان جوړونه، ترتيوبونه\نظم، لارښوونه او کنټرول د انساني ځواک پر بنسټ ترسره کېږي. بشري سرچينې د دغو ټولو فعاليتونو له ترسره کولو سره مرسته کوي. نو له همدې سببه ګومارنه د ټولو مديريتي دندو لپاره د کيلي رول لري.


 




  1. اغېزناکه استفاده: د کار کوونکو اغېزناک مديريت پۀ نننۍ صنعتي نړۍ کې د يوې مهمې دندې پۀ توګه ګڼل شوى. د لوړې کچې تشبث د لوړې کچې انساني ځواک مديريت ته اړتيا لري. دا د ګومارنې پۀ اغېزناک ډول اجراآتو سره شونى دى.


 




  1. انګېزه: د ګومارنې پۀ دندو کې يوازې د کره دندې لپاره د کره کس ګومارل نه، بلکه انګېزه ورکوونکي پروګرامونه هم شامل دي. د بېلګې پۀ توګه د يوې ستونزې او اندېښنې د اواري پۀ لور د کار کوونکو د لا زياتې برخه اخيستنې او کارونې پۀ موخه د انګيزه يي پلانونو چوکاټول. نو پۀ دې سبب هر ډول انګېزه يي پلانونه د ګومارنې اړوند دندو يوه مهمه برخه ګرځي.


 




  1. غوره انساني اړيکې: کۀ انساني اړيکي پراختيا و مومي او ځواکمنې شي، ستونزې او اندېښنې بۀ خپله ځان پۀ ګوته کړي، د اغېزناک کنټرول، روښانه اړيکو، اغېزناکې څارنې او رهبرۍ له لارې کولاى شو انساني اړيکې ځواکمنې او پراخه کړو. ګوماريزې دندې – همدارنګه – د کاري ځواک روزنې او پراختيا ته چې د همغږۍ او ښو انساني اړيکو سبب کېږي، پاملرنه کوي.


 




  1. لوړ ابره ورتوب\ګټورتوب: د سرچينو پۀ غوره ښايېدونکې توګه لګولو سره د ابره ورتوب کچه لوړېږي. لوړ ابره ورتوب د وخت، پيسو، هاند، او شيمې\انرجۍ د ترټولو لږ توى تلن\ضياع پايله ده. دا چاره د ګومارنې او اړوند فعاليتونو لکه (د اجراآتو ارزونه، روزنه او پراختيا او حق الزحمې) پۀ واسطه شونې ده.  


د انساني ځواک پلان جوړنې اړتيا:


د انساني ځواک پلانول يو دوه اړخيزه پروسه ده ځکه د انساني ځواک پلانول نۀ يوازې د اوسني انساني ځواک شننه کوي، بلکه همدارنګه د انساني ځواک د راتلونکي اټکل هم کوي او پۀ دې توګه د ګومارنې پروګرامونه کاږي\رسموي.


د انساني ځواک پلانول پۀ لاندې توګه د يوه چارځي\کمپنۍ لپاره ګټور دي:  




  1. کولاى شي ډېرښت او لږښت پۀ ګوته کړي تر څو د اړتيا پۀ وخت کې وکولاى شو اوچت ګام پورته کړو.




  1. د ګومارنې او غوراوي ټول پروګرامونه د انساني ځواک د پلان جوړونې پر بنسټ ترسره کېږي.




  1. همدا راز د اضافي کار کوونکو پۀ پېژندلو سره مرسته کوي چې کارګريز لګښتونه سپک شي او پۀ دې توګه د ډېرګومارنې مخه نيسي.




  1. همدا رنګه مرسته کوي چې د اړوند ستونزې يا اندېښنې پۀ صورت کې شته وړتياوې پۀ ګوته شي او پۀ ورته وخت کې د دغو وړتياوو د پراختيا لپاره وړ پروګرامونه پۀ نښه شي.




  1. د سوداګرۍ پۀ توپير راوستنې او پرمختګ کې مرسته کوي. د انساني ځواک د پلان جوړونې پۀ واسطه کولاى شو انساني سرچينې پۀ چمتو ډول پۀ واک کې ولرو او پۀ تر ټولو ښه توګه کولاى شو ويې کاروو.




  1. له سازمان سره مرسته کوي چې د انساني ځواک د مديريت پۀ اړه وکولاى شي ښه پوهه ولري چې پۀ پايله کې د اندېښنو د ثابت پاتې کېدو پۀ اړه مرسته کوي.  


نور بيا


اخځ: http://www.managementstudyguide.com/manpower-planning.htm

Copyright Larawbar 2007-2024