د “تصوير” مجلې څلورمه ګڼه چاپ او خپره شوه
ګرانو مينه والو! د پښتو فلم، ټي وي او سي ډي وړومبۍ پښتو مجلې “تصوير” څلورمه ګڼه چاپ او خپره شوه.
په ښکلي ټائټل او ښکلي کاغذ چاپ شوې دا مجله دوه دېرش ساده مخونه لري، په ټائټل د جهانګير خان او صوبيه خان انځورونه چاپ دي او په مجله کې د بختيار خټک (ټپيزې په وړومبي ځل ما ويلي دي) او مېرويس فقيري (فلم د يوې ټولنې ډېره ښه اصلاح کوي) مرکې شاملې دي، د ځينو سرليکونو نومونه يې داسې دي: پښتو فلمونه د پښتنو خواږه دښمنان، کرن خان په پښتو موسيقۍ کې د ښه شعر د انتخاب سرلارى، يار مې نادان دى نه پوهېږي، پاڅون، زندان د اوسني وخت کيسه، دربار که دکانچه، ډاکټر محمد اعظم اعظم، د لوى اختر پنځه کاميابۍ جوړۍ، د لوى اختر غوره فلمونه، د لوى اختر پنځه غوره لوبغاړي، د لوى اختر پنځه غوره ممثلې او نور تازه خبرونه او مطالب لري.
د مجلې ايډيټر رحمت ديوان دى او مرستيال ايډيټر يې عبدالولي خان دى، په ښکلي کاغذ دا مجله له پېښوره چاپ شوې او د جلال اباد (عبدالمجيد مومند کتاب پلورنځى او خپرندويه ټولنه)، (مازيګر کتاب پلورنځى او خپرندويه ټولنه)، خوست (غرغښت کتاب پلورنځى)، پکتيا، پکتيکا، پېښور، سوات، مردان، باجوړ، مينګوره، نوښار، جهانګيره او په نورو پښتني سيمو کې يې ترلاسه کولاى شئ.
د اړيکو لپاره: tasweermagazine@gmail.com