په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پرضد کمپاین وځنډول شو

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | دسمبر 20th, 2012


په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پرضد د واکسین کولو کمپاین وروسته له هغه وځنډول شو چې دوې نورې روغتیايي کارکوونکې هم ووژل شوې.
له پېښور ښار سره نژدې د واکسین کولو د کمپاین یوه مشره او د هغې موټر چلوونکې په ډزو ووژل شول. په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پرضد د واکسین کولو په درې ورځني کمپاین کې اته تنه واکسین کوونکي وژل شوي دي

Copyright Larawbar 2007-2024