د پېښور او کوهاټ تر منځ دوه سوه افغانان بند دي.

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جنوري 2nd, 2013


پېښور: د ازادۍ راديو و ايي پېښور ته نژدې د کوهاټ له ټونل سره د موټرو په يوه ولاړ کاروان کې يوه افغان افسر احمدزي رسنيو ويلي دي ، چي دوي له بېګا شپې راهيسې پوليسو درولي دي او يوې خواته يې هم نه پرېږدي. افسر احمدزي وايي، په دې کاروان کې شاوخوا دوه سوه پېښور مېشتي افغانان دي او ټول يې قانوني اسناد او مهاجر کارټونه هم لري، خو پوليس يې نه پرېږدي او ورته وايي دوي ته امر شوى، چې افغانان پرې نه ږدي.

Copyright Larawbar 2007-2024