هرات: یوې ۲۲ کلني ښځي خپل ځان وواژه

جان محمد مهربان | جنوري 27th, 2013


دهرات امنیتي چارواکو خبر ورکړ چي د روان کال ددلوي پرشپږمه نېټه یې په انجیل کښي د یوې ۲۲ کلني ښځي جسد موندلی چي هغې خپل ځان درسۍ په وسیله وژلی دﺉ.
دهرات دامنیه قومندان ویاند ښاغلي نیکزاد په وینا، دغه ښځه څو ورځي مخکي واده سوې وه، احمتال لري چي په زور او جبر واده کولو ته مجبوره سوې وي نو ځکه یې خپل ځان زندۍ کړ. ښاغلي نیکزاد رسنیو ته وویل چي دپیښي په اړه ددوی پلټني دوام لري خو تر دې مهاله یې کوم څوک نه دﺉ نیولی.
دیادوني وړ ده چي په دې ورستیوکښي دکورني جنجالونو له مخي، دافغانستان په ډېرو ولایتونو کښي دښځو پرضد تشدد زیات سوی دﺉ.

Copyright Larawbar 2007-2024