د ولايتي ادارې د صلاحيتونو د زياتوالي په هدف غونډه جوړه سوه
عطاالله محمدي
کندهار افغانستان- د کندهار والي په مشرۍ د ټولو نظامي او ملکي اداراتو له مسؤلينو سره د پلازميني کابل لخوا پر هغه لېږل سوي پلان چي پر اساس به يې په مختلفو برخو کي د ولايتي ادارو واکونه زياتيږي غونډه وسوه.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د غونډي په پيل کي وويل چي د کندهار ولايت د دولتي ادارې د مکررو غوښتنو او پېشنهادونو په نتيجه کي اوس کابل هم دې نتيجې ته رسېدلى چي بايد ولايتونو ته په مختلفو برخو کي زيات واکونه او صلاحيتونه ورکول سي.
نوموړي زياته کړه چي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د نوي قانون ايجاد چي پر اساس به يې د دولتي بستونو لپاره يوازي يو واري امتحان اخستل کيږي ددوى لپاره يو عالم ستونزي را پيدا کړي دي.
هغه همداراز وويل چي اکثره دولتي واحدونه خورا زيات عايدات لري خو په مقابل کي دغو رياستونو ته د مرکز لخوا ورکول کېدونکې بودجه دونه لږ ده چي د يادو سوو اداراتو هيڅ درد نه په دوا کيږي.
کندهار والي په ننۍ غونډه کي د قراردونو پېچلى او مغلق سستم او له پلازميني څخه يې د تائيد اخستلو په خاطر د پروسې ځنډ هم يو له عمده او اساسي ستونزو څخه ياده کړه او په دغه برخه کي يې هم د ولايتي ادارې دواکونو زياتولو غوښتنه وکړه.
نوموړي د مختلفو عام المنفعه تاسيساتو د رغوني او اعماري چارو د ښه کولو په موخه اکثراً د املاکو د استملاک په برخه کي محدوديتونه او لږ صلاحيتونه هم د ولايتي ادارې د کارونو د چټکتيا مخنيوونکي وبلل.
په کندهار کي د ادارې له تائيد او مشورې پرته د بېلا بيلو دولتي واحدونو لپاره د مسؤلينو ټاکنه هم هغه کار وباله چي په دې ولايت کي د حکومتدارۍ له پياوړتيا سره نه يوازي دا چي مرسته يې نه ده کړې، بلکه ورته په مختلفو عرصو کي يې ورته زيانونه اړولي دي.
د ننۍ جلسې اکثرو نورو نظامي او ملکي برخوالو هم په خپلو خپلو خبرو کي د تعيناتو په برخه کي لږ واکونه، د بودجې د مصرف لپاره کم صلاحيتونه او د غير پلان سوو فعاليتونو لپاره د مصارفاتو نه شتون هغه ستونزي په ګوته سوي چي په مختلفو برخو کي يې د ولايتي ادارې لپاره خنډونه ايجاد کړي دي.
د نن ورځي د غونډي يو شمېر برخوالو په کندهار کي د پلي کېدونکو پروژو لپاره په کابل کي د کېدونکو قراردونو څخه شکايت کاوه او دغه کار يې د پروژو د کارونو د ټيټ کيفيت عمده لامل ياد کړى.
د وزيرانو شورا د مصوبې پر اساس د سيمه ييز ارګانونو د خپلواکي ادارې له طرفه په لېږل سوي مکتوب کي له ولايتي ادارې په هغو برخو کي چي اوس يې واکونه لږوي د معلوماتو غوښتنه سوې وه ترڅو بيا يې په راتلونکي کي واکونه او صلاحيتونه زيات سي