افتخار چوهدري پر وکيلانو غږ کړئ چي سره يو سي

د لراوبر اداره | اپریل 27th, 2008


دسترې محکمې ګوښه کړل شوي رئيس افتخارمحمد چوهدري پروکيلانو غږکړيدى چې په خپل منځ کښې دي ديووالي لاس سره ورکړي اوپه هېوادکښې دي دقانون او آئين لپاره غورځنګ ترخپل منزل پورې ورسول شي دغه خبرې نوموړي په  اسلام آباد کښې دوکيلانو له يوه پلاوى سره دليدنې په وخت کړيدي دپلاوي مشر شفقت محمود چوهان دملاقات وروسته خبريالانو ته وويل چې افتخارچوهدري ويلي دي چې وکيلان دي دصبرڅخه کارواخلي چې مخته څه کيږي اوبيا دي خپل غورځنګ ته دوام ورکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024